ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کلتور او هنر

یوه ۶۵ کلنه مېرمن په ۱۴ میاشتو کې ۸ ځله مور شوه

لیکنه: مهر تاج

د هندوستان په بهار ایالت کې یوه ۶۵کلنه مېرمن په ۱۴ میاشتو کې ۸ ځله او بله یوه مېرمن په ۹ میاشتو کې ۵ ځلې مور شوې، خو دا څنګه امکان لري؟

دا پېښه د هندوستان د بهار ایالت په “مظفرپور” سیمه کې شوې، چې په هر چا یې د ډېرې حیرانتیا له امله سر ګرځولی دی.

د ایالت روغتیایي ریاست ته هم تر هغه وخته ناڅرګنده وه، کله چې ۶۵ کلنه “لیلا دیوې” په ۱۴ میاشتو کې اته ځله مور شوه، نو خپلې څېړنې یې پیل کړي. د څېړنو په جریان کې څرګنده شوه، چې یوې بلې میرمنې هم ادعا کړې، چې په نهو میاشتو کې یې پنځه ځلې لورګانې زیږولې دي.

د یادونې وړه ده، چې د هندوستان په بهار ایالت کې د ماشوم زیږون لپاره میندي په ځانګړې توګه هڅول کېږي او په هر ماشوم ۱۴۰۰ هندي کلدارې ورکول کېږي.

نو په دې توګه یوې ۶۵ کلنې مېرمنې نهه ځله په مور کېدو د ریاستي حکومت څخه ۱۱زره او ۲۰۰ هندي کلداري ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې “سونیا دیوي” هم په نهو میاشتو کې د پنځو لورګانو زیږولو په سر ۷۰۰۰ هندي کلدارې ترلاسه کړې.

د محکمې په تحقیق کې ، د دواړو میرمنو په مور کېدلو کې درغلي شوې او دوی یوازې د کاغذ پر مخ (جعلي اسنادو له مخې) مور شوي او پیسې یې ترلاسه کړي دي.

محکمې دا موضوع په پام کې نیولي او په اړه یې اقدام هم پیل کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ