مور او پلار باید د ماشوم ارواپوهنه ولولي

ليکنه او راټولونه

لومړۍ خپله ارواپوهنه ووایو چې څه ته وایي: ارواپوهنه هغه پوهه او علم دی چې د ژوند بېلابېلو اړخونو څېړنه کوي، چې د ژوند اړخونه عبارت دي له کړه وړه، خبرې کول او حتا خوراک هم دي.

اوس د ماشومانو ارواپوهنې ته راځو، دا چې د انساني ژوند پیل له ماشومتوبه کیږي، نو د ماشومانو ارواپوهنه هم ډېر ارزښت لري.

د ماشوموالي ارواپوهنه عبارت له هغه علم او پوهي څخه دی چې د ماشوم ټولنیزه وده، عاطفي شخصیت، او هوښ تر څېړنې لاندي نیسي، دا هغه څه دي چې د یوه انسان د اروایي شخصیت د پوره والي لامل ګرځي.

ماشومان د یوې کورنۍ تر ټولو ناتوانه غړي دي، معصوم، مینه ناک، او د ترحم وړ دي، که موږ ماشوم ښه ونه روزو نو دا زموږ ګناه ده چې له پیل څخه مو خپل مسوولیت سم نه دی پوره کړی، د ماشوم د ښې روزنې پایلې په راتلونکې کې د ټولنې په عمومي اخلاقو اثر پرېباسي.

کله چې مور او پلار د ماشوم په ارواپوهنه ځان پوه کړي دواړه لورو ته ګټه رسوي. نو له همدې کبله دې موضوع باندې پوهېدل اړین دي.

ـ کله چې موږ په ارواپوهنه پوه شولو د ودې په سمې لارې به هم پوه شو چې څنګه ماشوم وده کوي او په څه ډول تربیه ورکړو.

ـ کولای شو په دې په وسیله د ودې په بېلابېلو اړخونو خبر شو.

ـ کله چې موږ د ماشوم ارواپوهنه ولولو د ماشوم په علمي مهارتونو هم پوهېږو، او نور به هم نوې زده کړې ته وهڅوو.

ـ د دې کار په وسیله مو اړیکې لا ښه کېږي، هوښ او وړتیاوې یې ښه وده کولای شي، د بېلابېلو ځانګړنو سره یې بلدېږو، هره ستونزه یې په اسانۍ سره حل کولای شو، د ماشوم هیجان درم او پرې پړهېدای شو.

ـ که موږ د ماشوم په ارواپوهنې ځان پوه کړو نو د هر ډول ماشوم توپیر کولی شو ځکه د هر ماشوم خوی او عادت توپیر لري، موږ نشو کولای د ټولو ماشومانو سره یو ډول رویه وکړو.

ـ داسې ډېري کورنۍ شته چې ستونزې لري او دا ستونزې د ماشوم رواني اړخ ته زیان رسوي که موږ ارواپوهنه ولولو په اسانۍ سره په ستونزه یې پوهېدای شو.

ـ د ارواپوهنې د لوستلو د انسان ترمنځ له فردي توپیرونو نه خبریږي.