ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

مه لقا جابري: دا ښکلې او موډله پیغله څنګه دې ډګر ته لاړه؟

ژباړه: عایشه حیدري

مه لقا جابري Mahlagha Jaberi په ۱۳۶۸ کال کې د ایران په اصفهان کې زېږېدلې، هغې خپلې زده کړې د سوداګرۍ په برخه کې کړې دي، په ماشومتوب کې له نورو ماشومانو څخه هوښیاره وه او د ریاضي او فزیک په برخو کې تکړه وه. نوموړې د خپل شخصي ژوند په اړه له نورو سره ډېر مالومات نه شریکوي. FB_IMG_1596516056535.jpg
مه لقا اوس مهال ۳۱ کلنه ده، ۱۷۸ سانټي ميټره قد لري، په‌ انګليسي او فارسي ژبو پوهېږي، تر اوسه یې واده نه ده کړی او هېڅ هلک سره نه ده لیدل شوې.FB_IMG_1596516045845.jpg
مه لقا په يوې پنځه کسيزې کورنۍ کې زېږېدلې او دوه خویندې لري، لومړنۍ زدکړې یې په ایران کې کړې دي او وروسته بیا له خپلې کورنۍ سره امریکې ته تللې ده، او اوس مهال د متحده ایالاتو په کاليفورنيا کې ژوند کوي.
د مه لقا خور په دې فکر وه چې مه لقا کولای شي یوه ښه موډله شي، ځکه نو هغې مه لقا موډلینګ ته هڅوله، له همدې کبله مه لقا په ۱۳۸۸ کې د موډلینګ ځینې زدکړې و کړې او موډلینګ ته یې مخه کړه.

FB_IMG_1596515990028.jpg
که د مه لقا پخواني انځورونه د هغې له اوسني انځورونو سره پرتله کړئ نو تاسو ته به دا څرګنده شي چې هغې د ښایست د ترلاسه کولو لپاره جراحۍ کړې ده د هغې پخواخي انځورونه له اوسنیو هغو سره د پزې او شونډو په برخه کې خورا څرګند توپیر لري.

FB_IMG_1596515972675.jpg
د مه لقا څېره، هندۍ فلمغاړې اېشواریا رای ته ور ته ده، له همدې امله د مه لقا ملګرې او خورلڼې هغې ته د اېشا یونیک په نامه هم غږ کوي او هغې ډېره موده په همدې مستعار نامه د موډلینګ په برخه کې فعالیت کاوه.

FB_IMG_1596515960627.jpg
مېرمن جابري وایي، هغه څه یې چې خوښېږي او باور پرې لري، د دې د خوښۍ سبب کېږي او په هغه څه یې چې نه یې خوښېږي په ډېرې اسانۍ ورڅخه تېرېږي، همداراز هغه وایي چې زه یوه پیغله نجلۍ یم او په دې عقیده لرم چې د پېغلتوب خوند په مینه، واده، او یا هم د نارینه ملګري په درلودو کې نه دی، هغه وايي:FB_IMG_1596515950269.jpg
زه یوازې په ملګرتیا عقیده لرم، او یواځې خپلو موخو ته د رسیدو او خوښۍ فکر کوم، زه مغروره نه یم خو ژوند ماته دا را زده کړي چې که چېرې یواځې اوسم هغه مهال کولای شم خوشاله اوسم، د نڅا کلپ، میلمستیا او مخدره توکې مې نه خوښېږي، او له دغو ټولو لرې ژوند کوم، زما تر ټولو ښه وختونه هغه مهال وي چې له خپلې نږدې ملګرې سره بهر وځم، له هغې سره خواړه خورم، پلورنځیو او سینما ته ځم. هغه د خپلو خبرو په دوام وايي:

FB_IMG_1596516005917.jpg
باید ووایم چې زه یوازې د خپل ځان لپاره ژوند کوم او هغه خلک مې نه خوښېږي چې نورو پسې غږېږي، او هڅه کوم چې له دغه ډول خلکو څخه لرې اوسم، هغه کسان مې خوښېږي چې رښتین او مودب وي، ځکه چې صداقت او ادب راته ډېر ارزښت لري.

FB_IMG_1595948999618.jpg
مه لقا په خوړو کې پیزا او د کوپرې اوبه خوښوي او خپل اضافي وختونه په اس ځغلونې، فیلم لیدو، پلورنځيو او یوګا کې تېروي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ