بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

دا ذهني لوبه مو خپلو موخو ته رسوي، پیل یې کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

بریا ته د رسېدلو احتمال د ذهنیت په بدلون سره زیات کړئ. په فلسفه کې د دوکتورا لرونکی شخص جېم اسټون وایي: “د شخصي ښه‌والي د موخې په برخه کې، ستاسو د بریا احتمالي سټراټیژیکه ارزونه کولای شي، یوه ستره انګېزه‌بښونکې ځانګړتیاوي…

د انسان ذهن ډېر زیات پېچلی دی او پر هغه د نویو عادتونو ور زیاتول کولای شي، ډېر سخت او ستونزمن کار وي. ښایي تاسو هم ورسره مخ شوي وئ، چې غواړئ نوی کار پیل کړئ، خو منفي افکار او له ماتې څخه وېره یې په وړاندې خنډ ګرځي او نه پرېږدي، چې خپل کار ته دوام ورکړئ، خو کولای شئ، له ځانګړو تګلارو څخه په ګټه اخیستنې، ذهن دې ته اړ کړئ، ترڅو نوي عادتونه ومني او یا پخواني بد عادتونه پرېږدي.

فرض کړئ، چې غواړئ سګرټ څکول پرېږدئ (یا هر بل بد عادت)؛ تاسو په معمول ډول فکر کوئ، که زه سګرټ ونه څکوم، نو ماتې مې خوړلې ده، خو که تاسو خپل ذهن پرانیزئ او د ډېرو تګلارو په اړه، چې کولای شئ، په هغو سره سګرټ ونه څکوئ، فکر وکړئ، نو تاسو به بریا د منلو وړ او شونې ووینئ، مثلاً ووایئ: «زه د سګرټ څکولو پرځای سویډني لامبو وهم، زه د سګرټ څکولو پرځای مجله لولم او یا زه د سګرټ څکولو پرځای قهوه څښم. په بل عبارت، د ماتې لپاره یوه لاره او د بریا لپاره څو لارې شتون لري. ستاسو د بریا احتمال ډېر ځواکمن ترسترګو کېږي او تاسو د خپلې وړتیا وړاندوینه پرځای کوئ.»

دا ډول ذهنیت درسره مرسته کولای شي، چې یو مثبت عادت، لکه په ورځ کې شل دقیقه ایز ورزش په خپل ځان کې بنسټیز کړئ. ماتې ته په دې سترګه وګورئ، چې تاسو په ورځ کې شل دقیقې ورزش ونه کړئ، له دې وروسته ټولې ښې او مطلوبې پایلې په پام کې ونیسئ (زه به د غرمې له مخې شل دقیقې پلی مزل وکړم، زه به د سهارنۍ له خوړولو مخکې شل دقیقې په کوڅه کې په آرامه توګه منډې ووهم. زه به کنسرټ یا د خپلې خوښې وړ طنزي پروګرام ته په بایسکل باندې لاړ شم؛ په داسې حال کې، چې په ورزشي لوبغالي کې په ټریډمیل باندې منډې وهم، خپله کارونه به په خپل ذهن کې بررسي کړم.) په دې ډول ذهنیت سره به د بریا لپاره ستاسو اراده او چانس زیات شي.

راځئ له دې تګلارې څخه په ګټه اخیستنې، له خپل ذهن سره لوبې وکړو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ