بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ کرکټ مخکښان

مجیب الرحمن لپاره اتم پړاو سي پي اېل له لاسته راوړنو ډک و

سپورټ یاران

د سي پي اېل یا ویسټ انډیز سوداګریزو لوبو کې مجیب الرحمن هغه بالر و، چې تر پلی اف یا محوه کوونکو لوبو پورې تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی و.

هغه په دې لوبو کې ۱۶ وېکټې واخیستې او ایکانومي یې هم له شپږو پورته نه وه.

هغه دوه ځلې په خپله غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړي جایزې واخیستې او هغه د اګسټ په ۲۷ مه نېټه د خپلې لوبډلې په ګټه کلیدي توپ اچونه وکړه.

۱۱ منډې یې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

اوس د سي پي اېل سوداګریزو لوبو لپاره جوړې شوې رسمي فېسبوکپاڼه باندې ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي، چې د توپ اچونې جاودګر مجیب الرحمن، جادویي توپ اچونه او د مجیب الرحمن لپاره څه یو پړاو.

په توپ اچونه کې مجیب الرحمن، اېل بي ډبلیو، بولډ اوټونه او کېچ اوټونه  ترسره کړي دي او خپله لوبډله یې له ستونزو راوویستله.

د ده غوره توپ اچونې وکولای شول، چې جمېکا ټلاواس لوبډله تر دویم پړاوه ورسوي، خو هلته یې له ټرېنباګو نایټ رایډرز ماته وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

افغان ځوان توپ اچوونکي مجیب الرحمن په ۱۱ لوبو کې ۱۶ وېکټې اخېستې او د لیګ په کچه دویم  ستر او مخکښ توپ اچوونکی  و.

له ده څخه نیوزیلېنډی سکاټ کوګولاین مخکې و، لاین ۱۷ وېکټې اخیستې وې، چې وروستۍ وېکټ یې پایلوبه کې د ټرېنباګو نایټ رایډرز پر وړاندې واخیسته.

مجیب الرحمن او وېکټې یې

مجیب الرحمن افغانستان لپاره په درې واړو فارمټونو لوبو کې ۶۰ لوبې کړي دي او ۸۹ وېکټې یې اخیستي دي.

په آی پي اېل کې یې ۱۶ لوبې کړي او ۱۷ وېکټې یې اخیستي دي.

یوه ټېسټ لوبه یې کړې، یوه وېکټ یې ترلاسه کړې، ۴۰ یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۳ وېکټې ترلاسه کړي او ۱۹ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۵ وېکټې اخیستي دي.

مجیب الرحمن ۱۹ کاله عمر لري او په ۲۰۱۷ کې یې د افغانستان لپاره یو ورځنۍ لوبې پیل کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره