مارچ 2, 2021

مجیب: توپ په «لاړو» نه کول راته زیاتې ستونزې جوړوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سلو توپ اچونکې مجیب الرحمن ځدران د آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا پر هغې پرېکړې خواشیني ښودلې، چې له مخې یې توپ اچوونکې نور نشي کولای چې توپ په لاړو کړي.
مجیب ځدران د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، په ځینو وختونو کې توپ هېڅ په ګوتو کې نه نیول کېږي، نو بیا ښه توپ اچونه په ډېرې سختۍ سره ترسره کېږي.
مجیب زیاته کړه چې تر اوسه یې بې لاړو توپ نه دی ترسره کړی، خو په روان تمریناتي کمپ کې به د لاړو پرته توپ اچونه ترسره کړي.
هغه وویل:

دا ډېره سخته ده، تر اوسه چې موږ توپ ترسره کړی هر توپ لوندوو او په لاړي یې وهو. تر اوسه موږ په دې نوې بڼه کې توپ نه دی ترسره کړی او موږ ته مشکل کار دی. په ځینو ځایونو کې توپ په ګوتو کې نه نیول کېږي، خو موږ له دې سره ځانونه بدلوو.

تر مجیب ځدران مخکې د هند کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچونکي جسپریت بومرا هم د کرکټ نړیوالې شورا پر یادې تازه پرېکړې خواشیني ښوولې وه.
بومرا ویلي وو، که چېرې توپ خراب وي او په لاړو نشي، نو توپ اچوونکي به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
له کرونا ویروس څخه وروسته د کرکټ بیا پیلېدو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا په ۱۶ مخونو کې له پورتنۍ لارښوونې سربېره ګڼې نورې اړینې لارښوونې هم کړې، چې باید لوبډله او لوبغاړي یې عملي کړي.
د دې لارښوونو پر اساس لوبغاړي به په لوبغالي کې واټن ساتي، خوښۍ به نه نمانځي، یو له بل سره به بدنونه نه لګوي؛ خپل سامان آلات به له بل لوبغاړي څخه په جلا ډول استعمالوي او یو لوبغاړی به بل لوبغاړي ته د اوبو د بوتل ترڅنګ هېڅ شی نه ورکوي.
له کرونا ویروس مخکې کله چې به په میدان کې لوبغاړي توپ اچونه کوله، نو خپله خولۍ، جمپر او نور شیان به یې لوبڅار ته ورکول، خو د نوو لارښونو ترڅنګ نور توپ اچونکی دا شیان لوبڅار ته نشي ورکولای، بلکې خپله به یې ساتي.
همدارنګه آی سي سي له ټولو لوبډلو څخه غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې یو ډاکټر له ځان سره ولري، چې هر وخت د ټولو لوبغاړو روغتیايي ارزونه وکړي.
نړیوالې شورا په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا لارښوونې یې له خپل روغتیايي ټیم سره په ګډه جوړې کړي دي.
کله چې د کرکټ لوبې پیلېږي لوبغاړي اړ دي، چې وار له مخې ځانونه ټیسټ کړي.
د کرکټ لوبو ته د نورو هېوادونو د وګړو ترڅنګ ډېر افغان مینه‌وال هم په تمه دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ