مارچ 6, 2021

د راشدخان او نوین الحق ماتې، خو د مجیب الرحمن بریا

Advertisements
سپورټ یاران

د سي پي ایل سوداګریزو کرکټ لوبو ۱۱ مه او ۱۲ مه لوبې تېره شپه د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
لومړۍ لوبه کې د راشدخان دې اړوند لوبډله باربادوس ټراېډېنټس له سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس لوبډلې سره مخ شوه.
باربادوس لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۵۱ منډې وکړې او نیویس پېټرېټس لوبډلې ته یې ۱۵۲ منډې هدف ورکړ.
راشدخان په ۴ توپونو یوه منډه جوړه کړه.
سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس لوبډلې یاد هدف د شلم اوور په درېیم توپ د ایوېن لیوېس د ۸۹ منډو په مرسته پوره کړ او باربادوس لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
راشدخان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او د اسټرالیا کرېس لیین یې اېل بي ډبلیو کړ.
د یوولسمې لوبې غوره لوبغاړی ایوین لیوس ونومول شو، هغه په ۶۰ توپونو ۸۹ منډې وکړې.

دولسمه لوبه کې نوین الحق د مجیب الرحمن پر وړاندې!

افغان لوبغاړي مجیب الرحمن یو ځل بیا غوره لوبه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې. د لوبې په ګټلو سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.
د لوبې جزیات داسې دي، چې ګیانا امازون لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۰۸ منډې وکړې.
د مجیب الرحمن لخوا شېمرن هېټمېئر او راس ټایلر اېل بي ډبلیو شول او نیکولس پوران یې کلین بولډ کړ.
نوین الحق د توپوهنې برخه ګیانا امازون لوبډلې لپاره په شل توپونو شل ناسوځېدلې منډې وکړې.
د توپ اچونې برخه کې نوین الحق په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخیستې.
جمېکا ټلاواس لوبډلې هدف په اتلسم اوور کې د ۵ وېکټو په نقصان سره پوره کړ او ګیانا امازون لوبډلې ته یې په ۵ وېکټو او دوه اورونو ماتې ورکړه.
نن ماښام د محمدنبي دې اړوند لوبډله سېنټ لوشیا زوکس د ټرېنباګو نایټس رایډرز پر وړاندې او جمېکا ټلاواس چې مجیب الرحمن هم ورسره لوبېږي د راشدخان دې اړوند بارباوس ټرایډېنټس پر وړاندې لوبېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي