فبروري 27, 2021

ولې باید د مجردۍ رازونه د ژوند شریک ته ونه وایو؟

ژباړه: نسیمه محمدي
د مجردۍ رازونه ووایئ کنه؟
د مجردۍ نه ویوونکي رازونه
د ګډ ژوند یو له مهمو مسایلو څخه هم د مجردۍ ویلي او نا ویلي اسرار دي، چې باید د واده په لومړیو کې ورته زیاته پاملرنه وشي.
د ژوند رازونه کولای شو په څلورو برخو ووېشو: بشپړ سري، سري، ډېر محرم او محرمانه. ښه ده په ژوند کې د مسایلو لپاره طبقه بندي ولرئ او د خواستګارۍ په لومړیو کې ځینې رازونه چې د واده لپاره ګواښ نه لري، ونه وایئ.
په دې برخه کې دا موضوع څېړو، چې یو شخص تر کوم حد پورې کولای شي د خپل ژوند رازونه مقابل لوري ته ووایي؟ آیا کومه تېروتنه، خطا او مهمه مسئله په ژوند کې تېره شوې اجازه لرئ خپل نامزد ته ووایئ یا نه؟
خدای مه کړه دا رازونه به په ګډ ژوند کې د تباهۍ او شخړو لامل شي؟ د دې مطلب په لوستلو به د دې پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړئ؟
د مجردۍ تېروتنې او خطاګانې
هېڅکله د مجردۍ هغه تېروتنو په اړه چې څوک ترې خبر ندي او سخت پرې پښېمانه یئ په خواستګارۍ کې یې په اړه څه مه وایئ. خو که انګېرنه دا وي چې که خاوند مو وروسته له واده ترې خبر شي د نارامۍ لامل به یې شي د خواستګارۍ په دویم ځل ورته ووایئ.
مګرکه داسې ګناه او تېروتنه وي چې یقینا خاوند به مو وروسته له واده ورته هېڅ متوجه نشي، یادونه مه کوئ. خطا او ګناه امر دی، چې زمونږ او خدای(ج) تر منځ دي. هېڅوک اجازه نلري خپل حیثیت د نورو په وړاندې له منځه یوسي او همدارنګه هېڅکله له مقابل کس مه غواړئ دې ته ورته مسایلو ته اشاره وکړي.
ناکام واده
که مو یو ناکام واده تجربه کړی وي او په کورنۍ او شاوخوا خلک ټول خبر وي، خو خواستګار مو ترې بې خبره دی غوره ده، دا ټکې له خواستګارۍ وړاندې ورته ووایئ تر څو که چېرې له دې موضوع سره ستونزه ولري په زحمت نشي او په خواستګارۍ رانشي.
ناکامه نامزادي
که د هر لامل له امله ستاسې نامزادي فسخه شوي وي او واده مو نه وي ثبت شوي اړتیا نشته دا موضوع له خواستګارۍ وړاندې خواستګارانو ته ورسوئ او د خواستګارۍ په لومړي سرکې ترې یادونه وکړئ، ځکه ځینې رازونه چې ستاسې له کورنۍ پرته نور څوک پرې خبر نه دي باید خواستګارۍ په لومړیو کې پرې بحث ونشي. تاسې کولای شئ د خواستګارۍ په دویم او دریم ځل او په شخص د اعتماد له مخې دا موضوع شریکه کړئ.
د ژوند په مهارتونو کې کمزوري
د ژوند د ټولو برخو په اړه جزئیات اړین نه دي، ځکه د شخص په وړاندې د اندېښنې او شک لامل کېږي. چې شاید هغې ټول څه ویلي وي یا یې کم ویلي وي، نو د ټولو جزئیاتو ویل( د غوسې، بې نظمۍ، د ژوند په مهارتونو کې منفي ټکي او…..) په اړه اړین نه دي.
همدارنګه د هغه مسایلو ویل چې په ګډ ژوند پورې تړاو نه لري، لکه څه ګناه دې ترسره کړې ده؟ ، آیا ملګری/ ملګرې دې درلوده؟، څو خواستګاران دې درلودل؟، د څو کسانو لپاره په خواستګارۍ تللي یې؟ او….. د دې لپاره چې بې احترامي او سپکاوی ګڼل کېږي، اړینه نده، منفي پایلې هم له ځانه سره لري.
که چېرې تاسې په کومې ناروغۍ اخته یئ، چې د درملنې بشپړېدو په درشل کې یئ او دا ناروغي ستاسې په واده اغېز نلري کولای شئ د خواستګارۍ په دویم ځل کې ترې یادونه وکړئ. که تاسې د بدن د یو غړي نقص یا ناروغي لرئ په واضح او له ابهام پرته د نقص او کمزورۍ په اړه شرحه ورکړئ اوله روغتیا پال وغواړئ، ستاسې د ناروغۍ شرحه په دقیقه او ښکاره توګه ولیکي اوهغه خواستګار ته ورکړئ د معالج ډاکټر په ورپېژندلو خواستګار ته ووایئ هر ډول پوښتنه چې لري، ستاسې له ډاکټر یې وپوښتي.
که مقابل کس د بدن د غړي معلولیت یا ناروغي درلوده بې خبره او سرسري پرېکړه مه کوئ، بلکه د هر ډول زړه سوي پرته پرېکړه وکړئ او هغه په هماغه بڼه ومنئ او د اوضاع د بدلون په فکر کې مه اوسئ.
ډېری خلک په صداقت سره د خپلې روغتیا او ناروغتیا په اړه ټول مسایل وایي، چې کولای شي د مقابل لوري اعتماد ترلاسه او هغه ته هم دا فرصت ورکړي چې که ستونزه جسمي نیمګړتیاوې ولري په آسانۍ سره بیان کړي.
سمه ده دا وېره شته چې مقابل شخص شاید له دې موضوع ځان وباسي مګر هغه واده چې د داسې مسئلو په پټولو سره جوړښت ومومي چندانې دوام به ونلري.
د مجردۍ کوم رازونه باید خواستګار ته ووایو؟
خپل عېبونه خواستګار ته ووایئ
هر عېب چې لرئ او امکان لري ویل یې خواستګاري ګډه وډه کړي، خپل خواستګار ته ووایئ، ځکه نه ویل یې هم د یو عمر تباهۍ لامل کېږي.
خالي جېبونه
زیاتره خلک ښه اقتصادي وضع نلري او د دې لپاره چې مقابل کس له لاسه ورنکړي خپله مالي وضعه ښه څرګندوي او تر کوم وخت چې ګډ ژوند یې نه وي پیل کړی، په بېلابېلو بهانو سره هڅه کوي دا راز یې ښکاره نشي. شاید دا ډول کسان د یو چا د لاسته راوړلو لپاره چې هڅه کوي، ورسېږي مګر په یقین سره له واده وروسته چې ریښتیني شرایط ښکاره شي، ژوند له ستونزو سره مخ کېږي.
مخکیني خواستګارانو په اړه
د خواستګارانو دقیق شمېر او د واده د قضیو په اړه مو خواستګارانو ته څه مه وایئ، مګر که جدي اړیکه مو تجربه کړي وي ویل یې واجب او اړین دي. تر ټولو بده جمله چې د نجلۍ کورنۍ یې په خواستګارۍ کې کېدای شي ووایي دا ده چې لور مې، استاد، ډاکټر، او… خواستګاران درلودل مګر رد یې کړل دا جمله بیانوي، چې د نجلۍ کورنۍ له حده زیات د زوم شخصیت او ټولنیزو موقفونو ته ارزښت ورکوي اړینه نده دا جمله په خواستګارۍ کې مطرح شي، ځکه د خواستګارۍ په برخه کې مثبت تاثیر نه لري.
د جنسي مسایلو په اړه بحث
د جنسي مسایلو په اړه بحث شاید د هلکانو لپاره په زړه پورې وي ، مګر د یوې نجلۍ لپاره په دې اړه خبرې کول د خواستګارۍ په لومړیو کې بدترینه پېښه ده، نو په دې اړه کولای شئ د خواستګارۍ په وروستیو کې هغه هم تر یو حده خبرې وکړئ.