معین علي: د اسټرالیایي لوبغاړي په خبرو سر نه خوږوم

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: یاران سپورت
د انګلستان مسلمان منځني توپ وهونکي او اف برېک توپ اچوونکي معین علي رسنیو ته ویلي، چې د اسټرالیایي لوبغاړي د خبرو په اړه نور سر نه خوږوي او دا قضیه همدلته تړي.
معین علي په ۲۰۱۵ م کال کې د اسټرالیا خلاف د اېشېز په نامه سیالیوکې لوبېده، چې د ښې لوبې پرمهال یې اسټرالیایي لوبغاړي وننګول؛ نو اسټرالیایي لوبغاړي ورته ویلي و، چې ته ترهګر اسامه یې.
دا خبره معین علي څو ورځې وړاندې یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال رابرسېره کړه، کله چې له هغه پوښتنه وشوه، چې د ژوند ترخه خاطره دې، کومه یوه ده، نو هغه ورته وویل، چې ۲۰۱۵ م کال کې له اسټرالیایي لوبغاړو بده او ترخه خاطره لري.
نوموړي هغه مهال اسټرالیايي لوبغاړي بد اخلاقه بللي وو.
معین علي د اسټرالیا ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې نور په دې قضیه سر نه خوږي او نه غواړي چې په دې برخه کې مخکې لاړشي.
معین علي د انګلستان په لوبډله کې مسلمان ال راونډر دی، چې په توپ وهنه او توپ اچوونه کې د انګلستان لپاره خورا اغېزناک تمام شوی دی.
بل پلو د اسټرالیا د کرکټ ادارې ویلي، چې مونږ د انګلستان کرکټ بورډ سره په دې اړه څېړنه کړې؛ خو معین علي ویلي نه غواړي چې قضیه نوره مخکې لاړه شي.
په کرکټ لوبه کې ځانګړي اصول دي، چې د هغو اصولو څخه تیری کول بیا جرم دی او سزاګانې ورته ټاکل شوي دي.
لوبغاړو ته توهین امیزې کلمې کارول، د لوبغاړو د غوسه کولو لپاره اشاره کول، قصداَ لوبغاړي ډيکه کول او یا هم ژبه کارول منعه دي.
دې سره، سره د لوبې پرمهال د بال د بدلولو په برخه کې درغلي جرم دی، چې د اسټرالیا درې لوبغاړي د توپ د حالت بدلولو له کبله په سزا ورسېدل، بېن کرافټ، سټیف سمېت او ډېوېډوارنر له دې وړاندې د افریقا خلاف ټېسټ لوبه کې د جرم مرتکب شوي وو، چې اوس د یو کال لپاره له لوبو محروم دي.

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.