ټولنیز ژوند

تر ټولو مهم نعمت چې بايد په قدر یې پوه شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د قدر کولو حس لرل او د هغه حس نه ابراز کول د هغې ډالۍ په څېر ده چې يو چاته يې واخلئ، خو ورته وريې نکړئ. ( ويليام ارټوو وارډ ).

په اوسنۍ نړۍ کې دا ډېر ساده او اسانه ده چې د سياليو او رقابتونو په جم او جوش کې ورک شو او د ژوندانه، چې بايد قدر يې وشي؛ له پامه يې وغورځوو.
موږ د ډېرو مسائلو پر وړاندې بې توجه یوو. واقعيت او رښتينولۍ پسې هېڅ نه ګرځو، په جزيي مسائلو کې دومره ډوبېږو چې د ژوند اصلي مسائل مو له ياده وځي.

ژوند، واقعيت، نېکمرغي… ټول په اوسني حال کې دي او بل هېڅ ځای يې نشئ موندلی. يوازې هغه څه ته چې موږ ورته اړتيا لرو، هغه دا دي چې بايد زده يې کړو چې څنګه له اوسني حالت څخه خوند واخلو او پاملرنه ورته وکړو.
بايد موږ د ټولو هغو څيزونو په اړه پوه شو چې موږ د اوسني حال څخه لرې ساتي. بايد متوجه شو چې همدغه اوسنی حالت ستاسو لپاره غوره او بهترين حالت دی او ترې خوند واخلئ.

لومړنی څه چې تاسو يې بايد قدرداني وکړئ، ژوندي پاتې کېدل دي. پوهېږو چې ژوند ستونزمن دی، خو دا هم بايد هېره نه کړو چې ژوند ښکلی او په زړه پورې هم دی. د ژوند ټولې ستونزې د حل لارې هم لري، ژور فکر وکړئ؛ هېڅ داسې ستونزه به نه وي چې حل نشي.
راځئ چې له ژوندانه څخه، سربېره پردې چې ستونزې هم لري، منندوی يې واوسو.

ژوند سراسر رنځ دی، خو هغه وخت د درد سره مل دی چې په ناپوهۍ سره ژوند وکړئ… هغه وخت چې په خلاف يې حرکت وکړئ، هغه وخت چې د حال د زمان خلاف حرکت وکړئ. ژوند چې هغسې دی، ورته وګورئ. د ستونزو په درک کولو سره کولی شئ چې د ژوندانه د نعمت څخه خوند واخلئ.

که دا مقاله لولئ، نو ژوندي ياست… په زړه پورې نه ده؟ اجازه ورکړئ چې ژور فکر مو ذهن ته راشي. هڅه وکړئ چې يو څو شېبې يوازې د ( شتون ) څخه خوند واخلئ او د دغه کار په کولو سره چې کومه انرژي ستاسو بدن کې پيدا کېږي، احساس يې کړئ. (( ژوند ښکلی دی ))

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی