د حمدالله محب کور ۷ کاله وروسته له طالبانو خلاص شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
سرچینه: سپوتنیک
ژباړه: بشر درویش

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار خپلوان وايي چې طالبانو د څو کلونو راهیسې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار کور د قرارګاه په توګه کارولی دی.
سپوتنیک د طلوع نیوز په حواله راپور ورکړی، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب کور له اوو کلونو راهیسې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د قِلغو په کلي کې د طالبانو مرکز و.
د کور ساتونکی وايي چې له تیرو اوو کلونو راهیسې یې هر کال له طالبانو سره د لسمې برخې مرسته کړې.
د طلوع نیوز خبریال، عبدالحق عمري چې کور ته ورغلی و، وايي، ودانۍ په جګړه کې ویجاړه شوې.
د ښاغلي محب د خپلوانو په وینا، دا کور د یو څه وخت لپاره د داعش لپاره اډه هم وه.

د ښاغلي محب یوه نږدې خپلوان، صفت الله وویل:

«شپږ یا اوه کاله مخکې، دا د طالبانو مرکز شو او طالبانو دلته حکومت وکړ.»

د حمیدالله محب د تره زوی، نوراغا بیا وايي:

«محب زما د تره زوی دی او دا د هغه حجره ده. دا نږدې شپږ یا اوه کاله د طالبانو مرکز شو. تاسو کولی شئ وګورئ چې دا د اردو او امریکایانو د بریدونو له امله ویجاړ شوی او حتا یوه شپه داعش دلته ځای په ځای شوی.»

۵۵ کلن عبدالوحید چې د ښاغلي محب د تره زوی دی، په قلغوي کلي کې د خپلې ځمکې د ساتلو دنده په غاړه لري.
دی وايي:
«په یو کال کې ، له ما څخه اوه بوجۍ غنم اخیستل شوي او له دریو څخه تر څلور زره او حتا پنځه ویشت زره پورې پیسې یې هم اخیستې.»
حمدالله محب تیره اونۍ ننګرهار ته د سفر پرمهال د خوږیاڼو ولسوالۍ چې خپل ټاټوبی یې هم دی د ننګرهار یوه نا امنه برخه وبلله.
هغه وویل:

«تاسو له چا سره په جګړه کې یاست؟ دلته د ټولو نا امنو ولسوالیو څخه، یو یې زما ټاټوبی دی، له هغې څخه زه ډیر خبر یم. اوس طالبانو داسې خلک راوړي چې پاکستانیان دي ترڅو دا ولسوالۍ نا امنه کړي. هلته ولې باید افغانان وژل کیږي؟»

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي بیا وايي، حمدالله محب د خوږیاڼو ولسوالۍ د قِلغو کلي څخه دی، چیرې چې امنیتي ځواکونو په یادو سیمو کې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې بریدونه ترسره کړي، چې وروسته سیمه په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو پاکه شوې.
باید وویل شي چې له دې مخکې ، طلوع نیوز راپور ورکړی و چې طالبانو د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له ځمکې څخه هم عشر راټول کړی وو.