سپورټ کرکټ وزش او تمرین

هندوستانی بالر وايي، استرالیا کې راته کنځلي شوي

د اسټرالیا په سېډني کرکټ لوبغالي کې د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د درېیمې ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ محمد سراج لوبڅار ته شکایت کړی، چې له پاویلین څخه ورته ننداره کوونکو کنځلې کړي دي.

له دې وروسته ساتونکو شپږ ننداره کوونکي له لوبغالي ویستلي دي.

د هندوستان کرکټ لوبډلې هم په دې اړه خفګان ښکاره کړی دی.

محمد سراج په دې لوبه کې د اسټرالیا دوه وېکټې اخیستي دي او هندوستان ته ۳۰۸ منډې لا هم پاتې ترڅو دویمه ټېسټ لوبه وګټي.

د هندوستان کرکټ لوبډلې بل لوبغاړي جسپرېت بومرا هم ویلي، چې کنځلې ورته شوي دي.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ غبرګون

د اسټرالیا د کرکټ بورډ د روڼتیا څانګې مشر سین کېرول ویلي، چې دوی دا عمل غندي او تبعیض یې منع بللی دی.

دوی وایي هر هغه څوک چې تبعیض او د نورو بې عزتي کوي، د اسټرالیا کرکټ بورډ منع او محکوموي.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ نورو چارواکو ویلي، چې دوی د کرکټ نړیوالې شورا د څېړنو ډلې ته وخت ورکوي، چې په دې اړه خپلې پلټنې وکړي.

دوی زیاته کړې، چې که په کسانو جرم ثابت شي، نو د اسټرالیا کرکټ بورډ له سختو اقداماتو سره به مخ شي.

دوی وایي له هندي ملګرو بخښنه غواړي.

ویرات کولي له سمېت سره څه ډول چلند کړی و

د ۲۰۱۸ کال په اوږدوکې په ټېسټ لوبو کې سټېف سمېت ښه توپوهنه وکړه او ډېر وخت ولاړ و، کله چې سمېت ښه لوبه وکړه، نو ویرات کولي هندي مینوال دې ته وعداره کړل، چې سمېت ته چکچکې ووهي او سلیزه یې په ستاینه بدرګه کړي.

هغه مهال هندي مینوالو سمېت نازولی و؛ خو اوس د اسټرالیا کرکټ مینوالو د هندي لوبغاړو سپکاوی کړی، چې دې چارې ویرات کولي او د هندوستان کرکټ هم خفه کړي دي.

TTT.PNG

په کرکټ کې تبعیض او سپکاوی نشته

ورزش د روغتیا د ضامن سربېره، د اخلاقو د تللو یوه ښه چاره هم ده.

ځکه په لوبو کې د لوبغاړو اخلاق، حوصله، زغم او یو بل ته درناوی معلومېږي.

په ورزش کې په ماتو اعتراف هم مهم دی او ضدو ضد بازي پکې نشته دی.

د کرکټ او ورزش هره اداره د اخلاقو لپاره ځانګړې څانګې او کمېټې لري، چې د لوبغاړو غوره او همدارنګه کمزوري اخلاق ارزیابي کوي.

کوم لوبغاړي چې ښه اخلاق کاروي هغوی د کال په اوږدو کې نازول کېږي او د کال د غوره اخلاقو لرونکو لوبغاړو جایزې هم ورکول کېږي؛ خو برعکس هغه لوبغاړي چې ناسم چلند کوي، نو هغوی مجازات کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ