محمدسراج ته د روزونکي ډاډ او د پلار د دُعا اغېز یې

هندی تېز توپ اچوونکی محمدسراج وايي چې اسټراليا د سفر پرمهال مې پلار وفات سو خو روي شاسترې ډاډ راکړ او زما ملاتړ یې وکړ.

اسټراليا ته د ټيسټ لوبډلې په سفر کې د محمد سراج شتون يو خوب وو چې رښتيا سو او دا يې د ژوند يو لوی ارمان وو چې د ملي لوبغاړي په حيث د خپل هيواد لپاره ولوبېږي.

په همدې سفر کې سراج د يو سخت غم سره مخ سو خو ويې زغمی او ملي دندي ته يې دوام ورکړ.

سراج په اسټراليا کې وو چې د پلار د مرګ خبر يې ورورسېدی ،لا لوبې نه وې پيل سوي خو د سراج زړه وو هند ته ولاړسي ترڅو د خپل پلار په جنازه او فاتحه کې ګډون وکړي خو د هندوستان د کريکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکي روي شاسترې ورته ډاډ ورکړی وو چې ستا د پلار دعا له تا سره ده او ته به ډېر ښه ځلېږې خو پدې شرط چې د لوبډلې سره پاته سې.

شاسترې محمد سراج ته ويلي وه چې ته به په لوبه کې پنځه ويکټې اخلې پداسې حال کې چې د ام سي جي په لوبغالي کې نوموړي يوازې دوې لوبې کړي وې.

۲۷ کلن تېز توپ اچوونکی پدې وتوانېدی چې په ټولو پاړيو کې تاثري توپ اچوونه وکړي،هماغه وو چې د ټيسټ په دويمه پاړۍ کې يې پنځه ويکټې ترلاسه کړې.

د هندۍ لوبډلې په هغه سفر کې چې په ټيسټ کې يې اسټراليا ته ۲ـ۱ ماته ورکړه ،په دريو لوبو کې سراج ۱۳ ويکټې ترلاسه کړې او ترټولو ډېرې ويکټې اخيستونکی وو.

محمدسراج ددې کارکردګۍ کريډيټ ويرات کوهلي ته ورکوي ځکه نوموړی يې په هندوستان پرېمرليګ کې په بنګلور لوبډله کې هم لوبډلمشر دی.

دی وايي دوه کاله وړاندې ما په ای پي ايل کې هيڅ ښه توپ اچوونه ونکړه خو ويرات زما پر وړتيا باور درلودی او بيرته يې په لوبډله کې واخيستلم.

محمد سراج د “اې بي سي نيوز” سره په مرکه کې ويلي: هغه مهال چې زما پلار وفات سوی وو ماته ښاغلي شاسترې او د توپ اچوونې کوچ بهارت ارون ډاډ راکړ،شاسترې صاحب راته وويله ته په ټيسټ لوبه کې ولوبېږه حتمي به ۵ ويکټې اخلې،ستا د پلار دعا به ستا سره وي،تر لوبې وروسته ښاغلي روي ډېر خوشحاله وو او راته يې وويله چې ما درته ويلي وه چې پنځه ويکټې به اخلې ځکه د پلار دعا دې درسره ده.

سراج وايي زه هله په ځان ډاډه سوم چې کله خپلو روزونکو وهڅولم.

محمد سراج د اسټراليا په سفر کې لوی ګامونه واخيستله، د نوروڅخه بېل، او په بشپړ ډول ځانګړی توپ اچوونکی وو.

په سږکال ای پي ايل ليګ کې سراج په ۷ لوبو کې ۶ ويکټې په ۷.۳۴ اکانومۍ کې ترلاسه کړې، په وروستيو اوورونو کې د نوموړي يارکر توپونه د هغه د وړتيا تاثر ښيي.




وروستي مطالب

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم ... نور ولولئ