د محمدنبي خيريه بنسټ له لوري د غريبو کورنيو سره مرستي دوام لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
د نبي خيريه بنسټ په تيرو درو ورځو کي تر ۱۶۰ زياتو کورنيو سره مرستي کړي.
د افغان کريکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر او غوره الراونډر محمدنبي وروسته له هغې د خپلو هيوادوالو د ملاتړ لپاره راودانګل چي د کرونا ويروس پيښي په افغانستان کي مخ په ډيريدو سوې.
محمدنبي ژمنه وکړه چي د اړمنو کورنيو سره به د يو ميليون افغانيو په اندازه مرسته کوي.

تر اوسه د نبي خيريه بنسټ له لوري په کابل، لغمان او کندز ولايتونو کي تر ۱۶۰ ډيرو کورنيو ته خوراکي توکي رسول سويدي.
د نبي خيريه بنسټ مسولين وايي چي د مرستو دا لړۍ به دوام لري او د افغانستان تر ډيرو ولايتونو به ورسيږي.

د محمدنبي ترڅنګ د کريکټ نورو لوبغاړو هم خپل تر وسه د خلکو لاسنيوی کړی،غريبو او د کرونا ويروس ځپلو سره يې د مرستو لړۍ پيل کړې.