اپریل 18, 2021

په نوملړ کې د شهزاد محمدي په نه اخیستلو د خلکو غبرګونونه

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له زِمبابوې سره تر ټېسټ لوبو وروسته د درې شل اوریزو لوبو لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې اصغر افغان لوبډلمشر، عثمان غني، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، حشمت الله شهیدي، افسرخان ځاځی، نجیب الله ځدران، محمد نبي عیسی خېل، کریم جنت، حمزه هوتک، راشدخان، فضل الحق فاروقي، نوین الحق، فرید احمد ملک او شرف الدین اشرف شامل دي.

ویل کېږي، چې حمید حسن، وقار سلام خېل هم اخیستل کېږي.

شهزاد محمدي له لوبډلې لېرې پاتې دی

د ۲۰۱۹ز له نړیوال جام وروسته شهزاد محمدي له لوبډلې ګوښه پاتې شوی دی او تر دې دمه په لوبلړیو کې د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.

د بنګله دېش خلاف لوبو کې، د ایرلېنډ خلاف لوبو کې او اوس تازه د زِمبابوې خلاف لوبو کې هیڅ نه و.

محمدي د روانې مارچ میاشتې په څوارلسمه د افغان لوبډلې د بریا پوسټ کړی دی او ټولو ته یې د زِمبابوې پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې مبارکي ویلې ده.

د کرکټ بورډ په هغه پوسټ چې د لوبډلې نوملړ یې پکې خپور کړی، هېوادوالو او د کرکټ مینوالو ۴ زره کمېنټونه کړي دي.

په دغو کمېنټونو کې ډېری د شهزاد محمدي نه اخیستل بې انصافي بللې ده.

د حضرت الله ځاځي او مجیب الرحمن نه اخیستل یې هم ناسمه پرېکړه یاده کړې ده.

دوی لیکلي چې ابراهیم ځدران، حشمت الله شهیدي، افسرخان ځاځی، فرید احمد ملک او حمزه هوتک که اخیستل کېدل، باید د دوی پر ځای چټک او مناسب لوبغاړي لکه شهزاد محمدي، مجیب الرحمن، دروېش رسولي، وفادار مومند اخیستل شوی وای.

بل پلو زیاترو په دې هم انتقاد کړی، چې قیس احمد نه دی اخیستل شوی او پر ځای یې وقار سلام خېل ځای شوی دی.

بل پلو حمیدحسن هم ځان په شل اوریزو لوبو کې ګوري او غواړي چې د زِمبابوې پر وړاندې لوبو کې ولوبېږي.

د الراونډرانو برخه کې بیا د ګلبدین نایب په اخیستلو انتقاد شوی او د هغه ښه بدیل یې عظمت الله عمرزی بللی دی.

د غوراوي کمېټه او د لوبډلو غوراوی

افغانستان داسې یو هېواد دی چې سل په سلو کې روڼوالی زیاترو برخو کې نه شي مراعتېدای، ځکه له ملک، ملګري، وکیل، چارواکو او زورواکو څخه مجبوریت زیات دی.

که د غوراوي کمېټه د دغو صاحبانو لوبغاړي وانخلي، نو دندې یې په خطر کې دي.

او که یې اخلي د خلکو له غبرګونونو سره مخ کېږي.

ښه خبره دا ده، چې یوه متوازنه لوبډله اعلان شي، مثلا په شل اوریزو لوبو کې باید دوه یا درې چټک بالران موجود وي، همداسې د سپېن بالرانو توازن باید برابر وي.

د توپوهونکو برخه کې باید داسې توپوهونکي واخیستل شي، چې د اوپننګ له ناکامېدو وروسته ون ډاون او ټو ډاون هم ښه توپوهنه وکړي او هم وېکټ ښه وساتي.

د الراونډرانو برخه کې باید تر پنځمې او یا هم شپږمې وېکټې وروسته الراونډر او مېډل ارډر یا هیټر او فېنېشر ذمه واري واخلي؛ خو مونږ په لوبډله کې هیڅ وخت ذمه وار فېنېشر وموند، نجیب الله ځدران ته دا رول ورکړل شوی؛ خو ډېره پورې پرې هر وخت حساب نشي کېدای.

که څه هم د الراونډرانو تشه په ګلبدین نایب، محمد نبي عیسی خېل او شرف الدین اشرف ډکه شوې؛ خو د توپ اچونې او توپ وهنې برخه کې چې د ذمه وارۍ حساب پرې کېدای شي، محمد نبي عیسی خېل دی.

که له ده سره یو ذمه الراونډر بل وای، چې اوسمهال یې ښه بېلګه عظمت الله عمرزی دی.

دی ځوان لوبغاړی هم دی او وړتیا هم لري، نو که دی لږ لږ ولوبول شي، راتلونکي کې به د الراونډرانو ځای په ښه شکل ډک کړي.

۲۰۲۱ز او د افغان لوبډلې لپاره سخت مزل

دا د ۲۰۲۱ز پیل دی او د لوبو پیل یې له ایرلېنډ او زِمبابوې څخه وکړ، که چېري افغان لوبډله په درې شل اوریزو لوبو کې له زِمبابوې ماته وخوري، نو وروسته به ورته په اسیا جام او یا هم نړیوال جام کې هم مزل ګران شي.

په درجه بندۍ کې به وروسته شي او ښایي د ۲۰۲۱ز نړیوال جام کې یې هم تاثیرات جبران نشي کړای.

د غوراوي کمېټه باید ښه انتخاب وکړي او داسې لوبډله لوبغالي ته واستوي، چې د زِمبابوې پر وړاندې بریا خپله کړي.

په اسیا شل اوریز جام کې چې ښایي جون میاشت کې ترسره شي او کوربتوب یې هم د سریلانکا پر غاړه دی، ښې لوبې وکړي او دلته د لوبغاړو ځلېدل، نړیوال جام ته د لوبغاړو ستر مُرال سره تلل دي.

نو د دې تشې ډکولو لپاره بنسټیز کار دا دی، چې لومړی لوبډله کې اتفاق موجود وي، د هېواد لپاره په متحد ډول لوبې وکړي.

د دې سربېره لوبډله له هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، سریلانکا، ویسټ انډیز او ځېنو نورو سترو لوبډلو سره لوبې لري.

که چېري افغان لوبډله کې ښه سمون نه وي، بیا نو لوبې بایلي او پراخ منفي تاثیرات په لوبډله غورځولی شي.

حد اقل په نړیوال سټیج کې باید زمونږ لوبډله د ویسټ انډیز، سریلانکا، بنګله دېش لوبډلو سره داسې لوبې وکړي، چې سیالۍ وګټي او ځان د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې مطرح کړي.

او که لوبې ونه ګټي، نو له سټېج څخه غورځېدلی شي.