اپریل 16, 2021

محمد نبي نن د ملي لوبډلې سره يوځای کېږي

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت

افغان الراونډر محمد نبي پر خپل فيسبوک اکاونټ ليکلې چې د ملي دندي لپاره یې د عربي اماراتو په لور حرکت وکړ.

نبي تېره ورځ په بيګباش ليګ کې د خپلي لوبډلې په ګټه په ۴۰ توپونو ۷۱ منډې وکړې او لوبډله یې بريا ته ورسوله،چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان سو.

خو نن يې پر خپلي فیسبوک پاڼې د پاسپورټ او خپل عکس په خپرولو سره ليکلې چې د ملي دندې لپاره پر لاره دی.

افغانستان د ايرلينډ سره د روانې مياشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټو درې نړيوالې لوبې ترسره کوي.

افغان کريکټ ملي لوبډله درې ورځې وړاندې عربي اماراتو ته ولاړه چې نن يې قرنطين ختم سو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ