د هندي پخواني لوبډلمشر يادګاري بېټ،او ٣ پرلپسې سليزي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

محمد اظهرالدين چې د کريکټ په نړۍ کې په اظهر،حاجي او ازو مشهور دی خورا بريالی لوبډلمشر وو.

نوموړی د ۱۹۶۳ز د فيبروري په اتمه نېټه په حيدر اباد کې وزېږېدی،دا مهال ۵۸ کلن دی،سياست هم کوي او د کريکټ سره هم اړيکه پالي.

د محمد اظهرالدين د کريکټ مسلک هغه مهال پايته ورسېدی چې کله د هندوستان د کريکټ د کنټرول ادارې او د کريکټ نړيوالي شورا له لورې د ميچ فيکسينګ پخاطر په ۲۰۰۰م ز کې د ټول عمر لپاره د کريکټ څخه منع کړ او بنديز يې ورباندې اعلان کړ،خو په ۲۰۱۲ز کې د اندرا پردېش ستري محکمې عمري بنديز غير قانوني اعلان کړ.

نوموړي پر خپل ټويټر اکانټ د خپل لباس او هغه بېټ سره انځور خپور کړی چې دده لپاره تر بل هرڅه په زړه پوري خاطرې ورتازه کوي.

نوموړی ليکي:

پدغه بېټ سره په ۱۹۸۴ز کې د انګلستان په وړاندې ما په خپلو لومړنيو درې پرلپسې ټيسټ لوبو کې پرلپسې سليزي ووهلې ،په هماغه پړاو کې ما تر ۸۰۰ ډېرې منډي وکړې،دا بېټ ماته زما نيکه انتخاب کړی وو.

اظهرالدين په ۲۰۰۹ز کې د هندوستان د ملي کانګريس غړی سو او په ۲۰۱۹ز کې د حيدراباد د کريکټ مشر وټاکل سو.

نوموړی په ۱۹۸۹ز کې د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل سو، ده په ۴۷ ټيسټ او ۱۷۴ يو ورځنيو لوبو کې د لوبډلمشر دنده درلوده،ده د خپلي لوبډلمشرۍ پرمهال ۹۰ يو ورځنۍ لوبې ګټلي وې او تر هغو پوري دا ريکارډ وو چې کله مهندراسيګ ډهوني په ۲۰۱۴ز کې تر مخته سو.

محمد اظهر الدين د ټيسټ کريکټ په ۹۹ لوبو کې ۶۲۱۵ منډي کړي ، او په ۳۳۴ يو ورځنيو لوبو کې يې ۹۳۷۸ منډې کړيدي.


په ۲۰۱۶ز کې دده د شخصي او مسلکي ژوند په اړه د باليووډ سېنما له لورې د عمران هاشمي په اداکارۍ فلم هم نندارې ته وړاندې سو.