د پاکستان له لوبډلې جلا شوی بالر په لومړي ځل د ویسټ انډیز لیګ کې لوبېږي

د ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په نهمه د شپږ لوبډلو په ګډون په ویسټ انډیز کې پیلیږي.

د لوبډلو مالکانو سر له اوسه د لوبغاړو د رانیولو لړۍ پیل کړې ده او د نړۍ د تکړه لوبغاړو په لټه کې دي.

ځېنې لوبډلو د زړو لوبغاړو بیا اخیستل پیل کړي دي او ځېنې بیا نوي لوبغاړي هم اخلي ترڅو پرې خپلې لوبډلې پیاوړې کړي.

د باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې اعلان وکړ، چې د مې په ۲۵ مه یې د پاکستان پخوانی بالر او د پاکستان لپاره له لوبو تقاعد شوی ځوان او باتجربه توپ اچوونکی محمد عامر یې واخیست.

محمد عامر په شل اوریزو لوبو لوبو :ې ټولې ۲۲۰ وېکټې اخیستي او ټولې یې ۱۹۰ لوبې کړي دي.

یعنې دا وېکټې یې هم د پاکستان او هم په سوداګریزو لوبو کې ترلاسه کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان دغه چټک توپ اچوونکی د ویسټ انډیز سوداګریز لیګ کې اخیستل کېږي.

یادې لوبې د اګسټ په ۹ مه پیلیږي او د سپټمبر تر ۱۸ مې به دوام وکړي.

محمد عامر په خپله ټوېټرپاڼه هم د ده د اخیستلو خبر خپور کړی دی او په اخیستلو یې خوښي څرګنده کړې ده.

دی په ۲۰۲۰ کې د پاکستان له لوبډلې په خپلې استعفا وړاندې کولو سره جلا شو او اوس مهال ۲۹ کاله عمر لري.

له ده سره په خوا کې د پاکستان بل تکړه فېنېشر او الراونډر شعیب ملک هم د سي‌پي‌اېل لیګ کې د ګیانا امازون لوبډلې پیرلی دی.

هغه په ۲۰۱۹ کې هم په دې لوبډله کې و او په دې کال کې یې د یادې لوبډلې د یوولسو پرله پسې لوبو ګټلو کې کلیدي رول لوبولی و.

بل پلو د نېپال لېګ برېک بالر سنديپ لامېچانی له ټرېنباګو لوبډلې سره یو ځای شوی دی، دا د ده څلورمه لوبډله ده، چې په دې لیګ کې یې بدلوي، له دې وړاندې په سېنټ کېټس، باربادوس او جمېکا کې په مختلفو پړاوونو کې لوبېدلی دی.




وروستي مطالب