محمد عامر: که مصباح او یونس خان کرکټ بورډ نه لېرې شي، بېرته راځم

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان ۲۸ کلن کیڼ لاسي چټک توپ اچوونکي چې نږدې یوه میاشت وړاندې له لوبو سره مخه ښه وکړه، تازه یې رسنیو ته ویلي، که چېري د پاکستان کرکټ بورډ اوسنی غوراوي کمېټې مشر مصباح الحق او د لوبډلې روزونکی یونس خان له رهبرۍ لېرې شي، دی چمتو دی چې بېرته د پاکستان لپاره ولوبېږي.

د محمد عامر دلیل

هغه ویلي دي، که چېرې یو لوبغاړی ازاد پرېښودل شي، په فزیکي او ذهني لحاظ د کرکټ بورډ د مشرانو لخوا محدود نه شي، هر لوبغاړی بیا کولای شي، چې زبردسته لوبې نندارې ته وړاندې کړي، د هېواد بیرغ ورپوي او له اتلولیو ډکې لوبې وکړي؛ خو کله چې لوبغاړی لږ محدود شي، بیا خپل ذهني شفافیت او وړتیا په تدریجي ډول له لاسه ورکوي او بالاخره د لوبو پرېښودو ته اړ کېږي.
ښایي هغه د پاکستان د کرکټ بورډ د رهبریت له خوا محدود شوی وي او همدا علت دی، چې کرکټ یې پرېښود.

نومبر میاشت او له محمد عامر پرته د پاکستان لوبډله

د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان لوبډله نیوزیلېنډ ته ولاړه، د پاکستان د لوبډلې په نوملړ کې د محمد عامر نوم نه و، دې چارې عامر ودرداوه او هغه هم د پآکستان لوبډلې پرځای د سریلانکا سوداګریز لیګ کې برخه واخیسته.
هغه په ګال ګلېدېئټرز لوبډله کې له شاهد افریدي سره ولوبېد او لوبډله یې پایلوبه کې ماته شوه.
w.JPG
نوموړي په دې لوبو کې له افغان بالر نوین الحق سره هم لانجه وکړه او هغه لانجه یې هم مشهوره شوه او ډېری خلکو پرې غبرګونونه وښودل.
له سریلانکا لیګ وروسته محمد عامر د پاکستان لپاره له لوبېدو استعفا وړاندې کړه او استعفا یې د کرکټ نړۍ او په ځانګړي ډول پاکستانیان ولړ زول.
د پاکستان کرکټ بورډ وویل، چې د ده استعفا د پاکستان کرکټ لپاره یوه ضربه ده.

د محمد توپ اچونه

په اوسني پېر کې د محمد عامر په څېر بالران کم پېدا کېږي، چې د پاکستان په حمله کوونکې توپ اچونه کې د محمد عامر ستر لاس و.
هغه په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د پاکستان لپاره اټېک بالېنګ کاوه، سرعت او سوېنګ یې په توپ اچونه کې د بریا ستر راز و.
۲۰۱۷ کال قهرمانۍ جام یا چمپین ټرافي کې یې په پایلوبه کې د هندوستان ټاپ ارډر بېټېنګ ونړاوه او د پاکستان په اتلولۍ کې لوی رول ولوباوه.
هغه ویرات کولي او روهېټ شرما په لومړیو کې وسوځول او ورپسې درېیمه وېکټ هم ژر واخېسته.
د دې سربېره یې ۲۰۱۱ نړیوال ۵۰ اوریز جام کې د اسټرالیا پر وړاندې وروستیو اورونو کې ۵ وېکټې واخېستې او له همدې امله خورا مشهور شو.
خو له دې وروسته پرې د رشوت او بډو اخیستنې له امله ۵ کلن بندیز ولګول شو او ۲۰۱۷ کې بېرت لوبډلې ته راغی.
عامر ۲۰۰۹ کې کرکټ ملي لوبډلې ته راغلی و او ۲۰۲۰ کې یې لوبې پرېښودې.
په دومره وخت کې یې نږدې ۸۰۰ وېکټې اخیستي دي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.