هند ته د پاکستاني بالر محمد عامر دعا او د پاکستانیانو غبرګونونه

 

د پاکستان پخواني چټک توپ اچوونکي د هند لپاره دعا کړې، چې له کورونا وایروس څخه خلاص شي، خو د ده دغه ټویټ ته د پاکستان ګڼو کسانو غبرګون ښودلی دی.

محمد عامر په خپله ټوېټر پاڼه د مې په ۷مه د جمعې په ورځ لیکلي، چې «زما د زړه دعا له هندوستان سره ده، په یاد ولره هندوستانه، چې مونږ په دې سخت وخت کې ټول له تاسو سره یو، تاسو ته دعاګانې کوو او الله ج دې په تاسې خپل رحمتونه وکړي».

محمد عامر چې روان کال د پاکستان لپاره له لوبو څخه استعفا وکړه، اوس په انګلستان کې اوسېږي او دغه دعا یې هند ته د انګلستان په کیا اول سیمه کې غوښتې ده.

هندوستان اوس د نړۍ په کچه له کورونا وایروس څخه سخت کړېږي، ډېری وګړي یې هره ورځ مړه کېږي او ډېرو روغتونونو کې اوس د ناروغانو د بسترېدو ځایونه نشته.

ځېنې روغتونونو کې د اکسیجن کمی دی او د مړو سوځولو ته لرګي او ځایونه نه موندل کېږي.

د شنبې په ورځ د مې په ۸ مه هم فقط سهار مهال له ۶ زرو زیاتې پېښې ثبت شوې وې.

اوس په هندوستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۲۱ میلیونو اووښتې دي.

د دې نړیوالې وبا له امله په هند کې د هندوستان سوداګریزې لوبې هم ځنډېدلي دي او ډېری بهرني لوبغاړي یا له هندوستان څخه وتلي او یا هم د وتلو په حال کې دي.

د عامر ټویټ ته د خلکو غبرګونونه

د جهاد خان په نوم د ټویټر کاروونکي ورته رېپلای کې لیکلي، چې سیاسي کړکېچ د رسنیو د ناسمو خبرونو پر اساس دی او خلک د یو بل مذهب او خلکو ته احترام لري.

د محمد یاسین په نامه یو تن ورته لیکلي، چې د هندوستان پلاره، د ۲۰۱۷م کال د قهرمانۍ جام ماسټره، خپلو بچیانو لپاره دې دعا کوه، چې روغمن وي.

معظم احمد لیکلي، چې تېرو کلونو کې په کشمیر عذاب د هندوستان له امله و او اوس د الله ج غضب په هند راغلی دی.

د نو وی ویرات په نامه یوه کس لیکلي، چې وروره د کولي له بنسټ سره مرسته وکړه.

NOWAY VIRAT

د سید په نامه تن لیکلي چې موږ په قوت سره د هند پر وړاندې جګړې ته تیار یو.

د محمد اشهر په نامه کس لیکلي چې عامره وروره مه ورخطا کېږه هند به همداسې زورېږي او الله ج ښه کارساز دی.

همداسې ګن شمېر نور منفي ري ټویټونه د محمد عامر ټویټ ته شوي دي.

 

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ