د نړيوال اتل محمدعلي مېرمن د لوبغالي جوړولو لپاره افغانستان ته راغلې

د سوکوهنې د نړيوال اتل محمدعلي کلې مېرمنې د ملي روغې جوړې د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي .

ډاکتر عبدالله عبدالله پر ټولنيزو رسنيو د عکسونو په خپرولو سره ليکلي چې د سې شنبې په ماښام يې د محمدعلي کلې د ميرمنې خليله کاماچو علي سره چې په کابل کې د يو نړيوال او معياري لوبغالي د جوړولو لپاره راغلې ده ،وکتله.

عبدالله ويلي چي محمدعلي يو نړيوال شخصيت وو،هر افغان يې پېژني او مينه ورسره لري،همدارنګه کلې پاکستان ته د افغان مهاجرينو کمپ ته هم ورغلی وو او په ۲۰۰۲ز کې افغانستان ته راغلی وو چي د خلکو له تود هرکلي سره مخ سوی وو.

د محمدعلي مېرمنې د ډاکتر عبدالله سره په ليدنه کې د ټولو افغانانو څخه مننه کړې چې تل يې ددوی د کورنۍ قدرداني کړې،دې ويلي چې د دوی کورنۍ په خپل زړه کې د افغانانو لپاره ځانګړی ځای لري او دوی به هرکله د افغانانو تر څنګ وي،د ورزش د پرمختګ لپاره به د تل په څېر همکار وي.

خليلې ويلي چې د راتګ څخه يې هدف د يو نړيوال لوبغالې جوړول دي همدارنګه غواړي د افغان ورزشکارانو سره وګوري.

محمدعلي کلې امريکايي بوکسر وو چې د لوبې پرمهال يې خورا قوي ضربه درلوده ،او د ترټولو غوره سوکوهونکي لقب دځانه سره لري.

نوموړی د شلمي پېړۍ تر ټولو بريالی سوکوهونکی وو چې لا يې هم تر اوسه ريکارډونه پاته دي.

محمدعلي په ۱۹۶۱ز کې د اسلام په دين مشرف سو.

نوموړی په ۱۹۴۲ز کې و زېږېدی او په ۲۰۱۶ز کې وفات سو،د څلور مېرمنو څخه ۹ اولادونه لري.




وروستي مطالب