محمد عامر د آی‌پي‌اېل لوبولو لپاره د انګلستان تابعیت اخلي؟!

د کرېکېټ اډېکټر په نامه وېب پاڼې د محمد عامر له قوله لیکلي، چې هغه د انګلستان تابعیت اخلي او ۷ کاله نور هم کرکټ کولای شي.

محمد عامر چې د پاکستان په لوبډله کې تر ۲۰۲۰ پورې له کلیدي بالرانو څخه و، په ۲۰۲۰ کې یې یو ناڅاپي د پاکستان لپاره له نړیوالو لوبو استعفا وکړه.

هغه مهال یې ویلي وو، چې د پاکستان د کرکټ بورډ او د لوبډلې ځېنې روزونکي له ده سره سم چلند نه کوي او له همدې امله یې استعفا کړې ده.

نوموړي زیاته کړې وه که چېرته د پاکستان د کرکټ بورډ ځېنې مشران بدل شي، نو دی به بېرته لوبډلې ته راستون شي.

دغه چټک کیڼ لاسی بالر اوس ۲۸ کاله عمر لري او لا هم د کرکټ ځواک په ځان کې ویني.

عامر په سوداګریزو کرکټ لیګونو کې لوبېږي او خپل کرکټ سره یې اړیکې ټینګې ساتلي دي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د کرېکېټ اډېکټر په نامه وېب پاڼې خپره کړې ده.

« زه اوس په انګلستان کې یم، له خپلې کورنۍ سره مې ژوند مخته وړم، زه مې اوس د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه فکرمن یم او هغوی باید زده کړې وکړي».

د محمد عامر ښځه نرجېس خاتون نومېږي او اصلا د پاکستان ده، خو په انګلستان کې زېږېدلې او هملته اوسېږي.

عامر او د هغه مېرمنې په ۲۰۱۶ کې واده وکړ او اوس دوه لوڼې لري، چې مشره یې مېنسا په ۲۰۱۷ کې زېږېدلې او زویا په ۲۰۲۰ کې وزېږېده.

ځېنو رسنیو راپورونه ورکړي، چې محمد عامر د انګلستان تابعیت اخیستلو لپاره اسناد د انګلستان ملکي حکومت ته سپارلي دي.

باور دا دی، چې هغه به ځکه ژر قبول شي، چې مېرمن یې وار له مخه د انګلستان تابعیت لري.

د محمد عامر پلان

هغه غواړي چې لومړی د انګلستان تابعیت ترلاسه کړي او له دې وروسته بیا د هندوستان سوداګریزو لوبو یا آی‌‌پي‌اېل کې هم برخه واخلي.

که څه هم عامر په ښکاره په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځېنو رسنیو لیکلي، چې هغه ښایي د ازهرمحمود له تکتیک کار واخلي.

ازهرمحمود هم پاکستانی کرکېټر و او د پاکستانۍ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی هم پاتې شوی و.

نوموړي د انګلستان تابعیت ترلاسه کړی و او له همدې امله په هندوستان سوداګریزو لوبو کې د پنجاب او کلکتې لوبډلو په ګټه د یو انګلستاني په صفت لوبېدلی دی.

اوس عامر هم غواړي چې د پاکستان څخه په بشپړه توګه ځان جلا کړي، د انګلستان تابعیت واخلي او بیا د هندوستان په سوداګریزو لوبو کې ولوبېږي.

ځېنې خلکو بیا دا اوازې هم خپرې کړي، چې ښایي د انګلستان تابعیت تر اخیستلو وروسته هغه د انګلستان په لوبډله کې هم ولوبېږي؛ خو دا خبره تراوسه په بشپړه توګه تائید او کره شوې نه ده.

عامر په ۲۰۰۹ کې د پاکستان لوبډلې ته راغلی دی، ۳۶ یې ټېسټ، ۶۱ یې یو ورځنۍ او ۵۰ یې شل اوریزې لوبې کړي دي.

په ۲۰۱۰ کې نوموړی د انګلستان پر وړاندې لوبه کې په فساد کې ښکېل شو او بالاخره له پنځه کلن بندیز سره د محمد اصف او سلمان بټ سره یوځای مخ شو.

۲۰۱۷ کې یې د هندوستان پر وړاندې قهرمانۍ جام کې د روهېټ شرما او ویرات کولي وېکټې ډېر ژر ترلاسه کړې او د پاکستان په اتلولۍ ګټلو کې یې ستر رول لوبولی و.

هغه اوس هم د نړۍ له غوره توپ اچوونکو بلل کېږي او دې برخه کې یې تجربه د ستایلو ده.