د زیمباوې مشهور سیاستوال او پخوانی ولسمشر رابرت موګابه څه موده مخکې د ۹۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه ځینو دیکتاتور باله، خو ده به ویل چې په زیمباوې کې یې ماموریت پر دغه هېواد د اسماني چتر بڼه لري.
په دې مطلب کې به د نوموړي ژوند او فعالیتونو ته نظر واچوو.
موګابه څوک و؟
موګابه په ۱۹۸۰کې د زیمباوې لومړی وزیر او بیا له ۱۹۸۷ څخه تر ۲۰۱۷ پورې ولسمشر و.
هغه له ولسمشرۍ څخه استعفا ته مجبوره او تر هغې وروسته په کور شو.
موګابه په ۱۹۶۳ کې د افریقا د ملي اتحاد په نوم د انګریزي استعمار خلاف د مبارزې یو غورځنګ پيل کړ.
د مبارزې له بریالي کیدو وروسته هغه صدراعظم شو، چې ۷ کاله پر دې دندې پاتې شو.
د هغه پلار نجار و، چې د ماشومتوب پر مهال یې په مرموز ډول نادرکه شو.
د موګابه مور معلمه وه. مور یې رابرت او درې نور زامن په خورا سختۍ لوی کړل.
موګابه هم خواري مزدوري کوله. کله به یې غواګانې پیولې، کله به په بزګرۍ بوخت و، یانې آرامه او آسوده ژوند یې نه درلود.
د دې ترڅنګ یې مذهبي زده کړې هم په دودیز او سیمه ییزه کچه مخته وړلې.
ده په ماشومتوب کې لا خپل استعداد څرګند کړی و. ښوونکو د «چالاکه شاګرد» لقب ورکړی و.
دی د متعلمۍ پر وخت د نورو زده کوونکو ښوونکی و، تر دې چې د جنوبي افریقا په یوه پوهنتون کې شامل او په ۱۹۵۱ کې یې د تاریخ او هنر له څانګې فارغ شو.
له پوهنتوني زده کړو وروسته موګابه خپل کلي ته لاړ او هلته یې زده کوونکو ته درس وایه.
د دې ترڅنګ یې د لندن له یوه پوهنتون څخه په وړیا ډول د اقتصاد پوهنځي زده کړې وکړې.
په ۱۹۶۱ کې نوموړی له خپلې لومړۍ مېرمنې سره اشنا شو او واده یې وکړ.
دغه مهال موګابه د مارکسیزم له پلویانو څخه و.
موګابه او سیاست
موګابه په ۱۹۶۰ کې خپل پلرني ځای ته لاړ او غوښتل یې چې خپله مور او کوژدنه سره معرفي کړي.
هلته یې له رسیدو سره ولیدل، چې ډېر څه بدل دي؛ انګریزي استعمار هرڅه بدل کړي او زیات تور پوستي یې د تور پوستو پر سیمو واکمن او مېشت کړي.
سپین پوستو تور پوستو ته د سیاسي فعالیت حق نه ورکاوه، نور قیودات یې هم پرې لګولي وو.
موګابه د یوې ۷ زره کسیزې غونډې په جوړولو سره د دغه وضعیت خلاف غږ پورته او خلک منسجم کړل.
هغه څو اونۍ وروسته د ملي دیموکرات ګوند منشي وټاکل شو.
موګابه په ګانا کې د زده کړو تجربې خلکو سره شریکې کړې او ویې هڅول، چې ګټه ورڅخه واخلي.
وروسته یې د افریقا د اتحاد غورځنګ رامنځته او تر ۴۵۰ زرو پورې کسان پکې را غونډ کړل.
د اتحاد رهبري بل کس کوله، خو مهم رول پکې موګابه درلود.
دغه اتحاد ملګري ملتونه د ځان ملګري او برتانیه د زېمباوې له کبله تر بندیزونو لاندې راوسته.
رابرت موګابه د دغې مبارزې په ترڅ کې زنداني هم شو، تر دې چې نیږدې یوه لسیزه یې بند کې تېر کړ.
خو د ده فکر او عمل چا محدود او زنداني نه کړی شو. موګابه له زندانه د برتانوي استعمار خلاف یو شمېر بریدونه تنظیم او ترسره کړل.
د دغو هڅو پایله وه، چې په ۱۹۸۰ کې برتانیې د زېمباوې خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
تر خپلواکۍ وروسته موګابه د ټاکنو له لارې لومړی وزیر او تر څو کاله دندې وروسته ولسمشر وټاکل شو.
د موګابه ولسمشري
موګابه په داسې وخت کې ولسمشر شو، چې د هېواد اقتصاد یې په بد حالت کې و.
هغه وتوانیده، چې د مختلفو سیاسي قوتونو له نیږدې کولو او حکومتي مشارکت سره د دغه وضعیت د مهارولو لپاره کار وکړي.
په دې برخه کې یې زیات تمرکز پر کرنیزو اصلاحاتو وکړ، چې بالآخره یې کرنه ورسره عصري کړه.
له دې سره اقتصاد سم ونه رغیده، خلک ناراضه وو او دې ته کیسه ورسیده چې د ده خلاف پراخ اعتراضونه پيل شول.
اعتراضونه د موګابه د مېرمنې له مړینې وروسته هغه مهال زیات شول، چې ده له خپلې معشوقې سالي هیفران سره واده وکړ.
د اعتراضونو له پيل سره هغه موګابه، چې یو قهرمان و، په یوه نامنلي کس بدل او نفرت ترې زیات شو.
له نارضایتیو سره موګابه په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ کې بیا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
د دې ترڅنګ هغه په ۲۰۰۸ کې د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، خو ټاکنې ناندریزې او وضعیت بحراني شو.
د دغو ټاکنو بحراني کیدو خبره د موګابه او مخالف نوماند د پلویانو تر وسله والو نښتو ورسوله، خو مخالف نوماند آخر شاته شو او دی یې ولسمشرۍ ته پریښود.
په ۲۰۱۳ کې هم خبره ناندریزه شوه، موګابه د ژمنې خلاف چې په اساسي قانون کې به بدلون راولي او نه به کاندیدیږي، کاندید شو او واک پریښودو ته یې غاړه کینښوده.
دا ځل یې د ټولپوښتنې له لارې ځان ولسمشر اعلان کړ.
هغه بالآخره په ۲۰۱۷ کې د واک پریښودو ته چمتو شو او واک نه تېر شو.
نوموړی د سپتمبر په شپږمه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.