د انګلستان کرکټ لوبډلې مسلمان لوبغاړی معین علي ۳۳ کلن شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: صابرحميدي
د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د مسلمان لوبغاړې معین علي د پنجشنبې په ورځ ۳۳مه کلیزه وه او ۳۳ کلن شو.
معین علي په ۱۹۸۷م کې د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د انګلستان په بریمنګم ایالت کې زېږېدلی دی.
د انګلستان ملې لوبډلې دا لوبغاړی په کیڼ لاستي سلو توپ اچونه کوي او د هغه ترڅنګ بیا په چپ لاستي توپوهنه کوي.
معین علي خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۴م کې د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه د سریلانکا په وړاندې، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۴م کې د جون میاشتې په ۲۸مه نېټه د ویسټ انډيز په وړاندې او لومړۍ شل اوریزه لوبه ېې بیا په ۲۰۱۴م کې د مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه د ویسټ انډیز په وړاندې ترسره کړه.
نوموړي وروستۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۱۹م د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه د اسټرالیا په وړاندې، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د ۲۰۲۰م کې د فیبروي میاشتې په ۹مه نېټه د سویلي افریقا په وړاندې او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې بیا د ۲۰۲۰م کې د فیبروري میاشتي په ۱۶مه نېټه د سویلي افریقا په وړاندې ترسره کړه.
هغه ۶۰ ټیسټ او ۱۰۱ بیا یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چي په ټیسټ لوبو کې یې ۲۷۸۲ منډې او په یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۱۷۶۶ منډې جوړې کړي دي.
د دې ترڅنګ هغه په ټیسټ لوبو کې ۱۸۱ ویکټې او په یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۸۴ ویکټې اخیستې.
هغه اوس هم د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په دریو واړه فارمټونو کې لوبیږې.