هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

نریندرا مودي او ډونالډ ټرمپ نن شپه په مهمو مسایلو خبرې کوي

د هند چارواکي وايي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن شپه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته ټیلفون وکړي او په یو شمیر مهمو مسایلو به سره وغږیږي.

د امریکا د ولسمشر په توګه دا به لومړي ځل وي، چې ټرمپ د نریندرا مودي سره خبرې وکړي.

د هند د چارواکو په وینا د خبرو په اساسي موضوعاتو کې تجارت، دفاعي او پوځي اړیکې او ځينې نور مهم مسایل شامال دي.

مودي به ټرمپ سره په امریکا کې د هندي کارګرو د ویزې په سر هم خبرې وکړي. ټرمپ پلان لري، چې د H1B یا په امریکا کې د بهرنیو کارګرو ویزو طرحه لغوه کړي. د ټرمپ په باور دا په امریکا کې کاري فرصتونه ختموي او د بې روزګارې کچه لوړوي.

مودي وايي، که ټرمپ د هندیانو دا ویزې لغوه کړي، ستر اقتصادي زیان به وي. د امریکا معلوماتي ټیکنالوژۍ مارکیټ ۶۰ سلنه خلک هندیان جوړوي.

هند تمه لري، چې ټرمپ به له دوې سره ښه مناسبات ولري او د اوباما د ادرې په نیسبت به يې تیر منیځ سوداګرې ۳ چنده اوچته شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */