بنګالۍ ممتا: مودي ته به خاوري ولیږم، چې خوله يې پرې ډکه شي

د لودیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنیرجي د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي په څرګندونو غوصه شوې او ویلي يې دي، چې مودي ته به له خاورو جوړ مټیان ولیږي.
د هندي سینما د نوموتي ستوري اکشي کومار سره د تیرې اوونۍ په مرکه کې لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وه، چې په اپوزیسون کې خواږه ملګري لري.
نوموړي وویل:

“زه په اپوزیسون کې ډیر ملګري لرم. تاسې به حیران شئ، که درته ووایم، چې ممتا بنیرجي ماته هر کال یو یا دوه ځلې کورتۍ او جامې لیږي. خواږ مټیان هم راته لیږي، ځکه هغه پوهیږي، چې زما بنګالي خواږه خوښیږي.”

لودیځ بنګال کې د ټراینمول کانګرس مشرې او اعلی وزیرې ممتا بنیرجي د مودي په څرګندونو غوصه شوي او ویلي يې دي، چې هغه په خپلو خبرو سره یوه سیاسي کشاله جوړه کړه.

هغې وویل:

“د بنګال خلک به مودي ته له خټو او ګټو جوړ مټیان ولیږي، چې غاښونه يې پرې تل شي. هغه ان دومره هم نه پوهیږي، چې د میرمنو په اړه څنګه خبرې وکړي.”

نوموړې ویلي، چې مودي د صدارت د څوکۍ لپاره وړ او مناسب کس نه دی. هغه زیاتوي:

“ما تر اوسه هیڅ داسې لومړی وزیر نه دی لیدلی، چې د مودي په څیر ماشومانه خبرې وکړي.”

لویدیځ بنګال د هندوستان پارلمان ته ۴۲ غړي لیږي؛ ممتا بینرجي وايي، چې مودي به په بنګال کې له رایو غټ مټيايي (صفر) یوسي.
ممتا بنیرجي د بنګال ده او له ۲۰۱۱ کال راهیسې د لودیځ بنګال اعلی وزیره ده. هغه په د ۲۰۱۲ کال د ټایم مجلې له لورې د نړۍ په ۱۰۰ اغیزناکو ښځو کې راغله.
هندوستان کې اوس پارلماني ټاکنې روانې دي، چې ۹۰۰ میلونه خلک به پکې رایه ورکړي. ددې ټاکنو پایلې به د مۍ په ۲۳ مه اعلان شي. مودي د ۲۰۱۴ کال په مۍ میاشت کې د هند لومړی وزیر شو. اوس يې تر ټولو سخت سیال کانګرس ګڼل کیږي، چې مشري يې راهول ګاندي کوي. دا اټکل اوس ګران دی، چې د هندوستان د سږ دورۍ د صدارت څوکۍ به څوک وګټي.

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ