فبروري 26, 2021

د مودي الوتکه به د عمران خان په سر تیره شي

پاکستان د دوشنبې په ورځ تائید کړه، چې د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي الوتکه به د پاکستان له هوايي حریم تیره شي او قرغزستان کې به کیني.
نریندرا مودي به د روانې جون میاشتې په ۱۳ مه او ۱۴ مه د شانګهای د همکاریو سازمان کې د ګډون لپاره بیشکیک ته ولاړ شي.
عمران خان تمه درلوده، چې هندي سیال مودي به ورسره د غونډې په څنډه کې وګوري؛ خو مودي وايي د عمران خان سره يې لیدل په اجنډا کې نشته.
د پاکستان حکومت وايي، سره له دی چې مودي د عمران خان سره خبرې نکوي، خو د ښاعلي مودي الوتکې ته به اجازه ورکړي، چې د پاکستان په سر تیره شي.
پاکستان د فبروري له میاشتې وروسته، د هندي الوتکو په وړاندې خپل هوايي حریم د بالاکوټ د پیښې په احتجاج کې وتاړه.
تازه عمران خان هندي سیال مودي ته یو لیک استولی چې پکې له هندوستان غوښتي له پاکستان سره د کشمیر د مسلې په ګډون په یو لړ سیاسي مسایلو بحث او خبرې وکړي او حل لارې ورته ومومي.
هند لوري تر اوسه د عمران خان د غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي؛ خو ویلي يې دي، چې نریندرا مودي د شانګهای د همکاریو د سازمان په حاشیه کې له عمران خان سره نه ګوري.
تر دې وړاندې، د هند لومړي وزیر دا هم ویلي وه، چې خبرې او ترهګري دواړه نه کیږي. په ټکو يې، که پاکستان خبرې کوي، نو د ترهګرو له ملاتړ دې لاس واخلي.
د پاکستان حکومت هڅه کوي د هندوستان سره د خبرو لپاره لار هواره کړي، خو هندوستان وروسته له هغې ډير په غوصه دی، کله چې تیر فبروري د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ تر څلویښتو نیمه رسمي عسکر ووژل شول. هندوستان وايي، د برید تر شاه د پاکستان لاس دی.