Advertisements
ټولنیز ژوند روغه سټه

د موبایل ډیر او بې ضرورته کارول او زیانونه یې

لیکنه: الما افغان

که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د موبائیل استعمال زیات شوی، خو د ډاکترانو په باور راولاړې شوې صحي ستونزې ترې هم په خپل ځای د اندیښنې وړ دي.

دلته موږ پر صحي ستونزو یې نه غږیږو، ځکه وخت په وخت بحث شوي، څو نور ټکي یادوو:

۱. ولې خلک موبائیل ډیر استعمالوي؟
موږ باید دا هم ومنو چې، د موبائیل استعمال یوه اړتیا ده خو د نننې عصر ځیني ځوانان او ځوانانې پکې له حده زیات وي.

کوژدن شوي، مسافر او د ځینو نیږدې اړیکو له وجې موبائیلي اړیکې ډیر کله دومره زیاتې شي چې، خبره تر اصرافه ورسیږي او طبیعې ده چې اصراف کې حتما تاوان دی.

۲.موبائیلې اړیکې ټولنیزو نزاکتونو ته هم زیان اړوي
مثلاً تاسې کوژدن شوې یاست او په موبائیل له حده زیاتې خبرې کوۍ. ممکن دا درته په اولو څو میاشتو کې، ډیر جالب او خوندور کار وي خو د څه وخت وروسته کیدای شي تاسو ته همدغه اړیکه بدرنګه ښکاره شي او بیا مو زړه خبرو ته نه کیږي، نو دا حالات مو په یو بل شک کولو او نورو ستونزو سره مخ کوي.
علت يې دادی چې ستاسو زړه موړ شوی او دا کار له ډیر افراطه کیږي
په یاد لرئ!

که تاسو له اوله په خپلو موبائیلي اړیکو کې حد وټاکۍ وروسته ورسره نه ستړي کیږئ او نه هم خپله حوصله بایلئ.

۳.اقتصاد ته مو هم زیان اړول کیږي
سره له دې چې، موږ یو غریب هیواد کې ژوند کوو خو باور ولرۍ چې، ډیر مصرف رانه د موبائیل په استعمال کې ځي، ځینې داسې اشخاصو په اړه مو هم اوریدلې چې، په اطرافو کې ژوند کوي حتا چرګ – چورګوړي پلوري او کارت نه بلکې بې ځایه کارتونه پرې اخلي.
موږ په لوی لاس خپل اقتصاد ته زیان اړوو.

۴.حل لارې
لکه څنګه چې، ستونزې موږ خپله راولاړوو حل کولای يې هم شو.
د موبائیل له ډیر استعمال او خبرو کولو ډډه وکړئ، له ضرورت پرته له چاسره اړیکه مه نیسئ او هغه وخت چې په خبرو کولو کې تیروئ په یو مثبت کار يې تیر کړئ.

یادونه: له ډیر کارولو مو هدف دا دی چې وخت په کې ضایع کیږي، بې له اړتیا خبرې کیږي…

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده