رسنۍ

مبارز د کاناکوف په وړاندي په سپټمبر میاشت کي لوبیږي

راپور: صابر حمیدي

د افغانستنان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي بازمحمد مبارز څه موده مخکي د روسیې هیواد تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف ته د لوبېدو چلینج ورکړی وو، چي هغه هم ومانه او اوس دا دواړه لوبغاړي په سپټمبر میاشت کي سره لوبیږي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د مبارز او کاناکوف دا لوبه د روان د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۲۷مه نېټه د روسیې په کوربتوب ترسره کیږي.

ټاکل سوې ددې دوو لوبغاړو ترمنځ دا لوبه په نړیوال سازمان MMA یا ACA کي ترسره سي.

د روسیې هیواد دا تکړه لوبغاړی د ډېرو بریاوو په خپلولو سره د آزادي مبارزې قهرمان لوبغاړی پېژندل سوی.

Kanakov01.jpg

مبارز وروسته له هغه دې قوي لوبغاړي ته چیلینج ورکړ، چي دې لوبغاړي دوه افغانان احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي ته ماته ورکړه.

کاناکوف افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي ته تر ماتي ورکولو وروسته وویل« زه بازمحمد مبارز ته وایم، چي لویه غلطي دي وکړه، چي ماته دي د لوبېدو لپاره چیلینج راکړ، اوس نو تاته په کار ده، چي د خپل چیلینج څخه پښېمانه نسي او ورڅخه دفاع وکړې».

بلخوا بیا افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز ویلي، چي کاناکوف ته به په خپل کور کي سخته ماته ورکړي او د احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي غچ به له دې روسي لوبغاړي څخه واخلي.

باز محمد مبارز او کاناکوف د بدن او عمر له لحاظه دومره توپير نه سره لري، نو ممکن افغان لوبغاړی باز محمد مبارز دې روسي لوبغاړي ته ماته ورکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې