بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

ډاکتر مبارک علي: تعلیم یوازې لیک او لوست نه دی!

لیکنه: ياران
 راټولونه/ نورالله زهير
  • متمدنو ټولنو کې له تېروتنې وروسته بښنه غوښتل د درنښت او ښايسته‌توب نښه ده.

  • تاريخي شواهد ښيي چې واک يوه کس ته راټول شي، د انسان شخصيت بدلېږي او ځان تر نورو لوړ ګڼي.

  • د مستبدو حکومتونو يو اصل په معلوماتي سرچينو بنديز او سانسور وي چې څوک د هيواد په روانو چارو پوه نه شي.

  • چې قانون ته درناوی نه وي، نو ټولنه د ناقانونۍ، انتشار او بدامنۍ ښکار کېږي.

  • د ټولنيز پرمختګ لپاره واکمني ننګول او نوي افکار رامنځته کول مهم دي.

  • دا حقيقت دی چې ټولنې په وعظ او نصيحت نه بدلېږي.

  • ټولنيز بدلون ته سياسي او اقتصادي بدلونونه مهم دي.

  • د ملتونو د تمدن يوه نښه د دوی خبرې، ادب او نرمي ده.

  • خلک چې په ټولنه کې د دليل پر ځای له احساساتو کار اخلي او په زوره په نورو خپله خبره ومني، په دې صورت کې د خبرو او چلند اخلاق، ښايست او نرمي له منځه ځي.

  • ټولنه کې چې نوي افکار او نظريات ونه زېږېږي، نو ځای په ځای ودرېږي او زموږ ټولنه همداسې ده.

  • کوم کلتور چې په يوه ځای ودرېږي، ژوند او قوت يې ختمېږي، خو که زياتونه پرې کېږي، نو نوې انرژي هم اخلي او اغېزې يې هم پراخېږي.

  • په ټولنه کې چې د قانون حاکميت ختم شي بيا انصاف او عدالت هېڅ معنا او ارزښت نه لري، قانون بيا يوازې کمزوري خلک وېروي او ترهوي.

  • د ټولنيز پرمختګ لپاره بايد خلک باسواده وي، چې په نورو تکيه نه شي او خپلې پرېکړي په خپله وکړي.

  • ټولنه چې ولوېږي او اخلاقي ارزښتونه چې ختم شي، نو بيا څوک حقيقت نه شي زغملای، خلک له  داسې خلکو ځان خلاصوي او غواړي چې ډاډه او خوندي ژوند وکړي.

  • [کله چې خلک له مشر/ رهبر سره] دومره احساساتي تړاو پيدا کړي چې پر ضد يې يوه خبره هم نه اوري. ټولنه چې دې حالت ته راورسېږي، په تاريخ کې د څېړنې دروازې خپله پورې کېږي.

  • تاريخي شخصيتونه د اړتيا پر وخت بېرته راژوندي کېږي.

  • شخصيت‌پالنه چې تاريخ مسخه کړي، حقايق بدل کړي او د خپلو ګټو لپاره په بله بڼه خلکو کې مشهور شي، په دې وخت کې سياسي او تاريخي شعورونه دواړه ټپي کېږي.

  • استعمار زوړ وي که نوی، تر هغه نه کاميابېږي چې په مستعمره هيواد کې مرستندويه ملګري او ملاتړي ونه لري.

  • د کتابتونونو جوړښت د تمدن د پرمختګ ښکارندويي کوي، ځکه چې  دا د ټولنيزو، سياسي، تاريخي او کلتوري معلوماتو خزانه ده، چې د کتابونو، اسنادو او ليکليو نسخو په بڼه  خوندي ساتل کېږي.

  • د عصريت لپاره تر ټولو مهم شی تعليم دی، هېواد کې دې تعليم شي، خو تعليم يوازې ليک لوست نه دی، دا بايد د خلکو ذهنونه وروزي او په خلکو کې سياسي، ټولنيز او کلتوري شعور پيدا کړي.

  • تر څو چې د تقليد زنځير مات نه شي له زړو او ورستو رواياتو ازادي هم نشته او دا ازادي چې نه وي، علم به نه ذهنونه بدل کړي او نه به ټولنه پرمختللې شي.

  • تاريخ تل ښودلې ده چې ټولني پر يوه ځای ولاړي نه پاتيږي هرو مرو خو اوښتون او خوځښت رامنځته کېږي. کله اوښتون په پټه خوله راشي کله په دومره توندۍ سره راشي چي په مخکې پراته هر ډول خنډونه د سېلاب غوندې له ځان سره يوسي.

  • حقايق پخپله خبرې نه کوي، مورخ هغه ته ژبه وربښي، چې حقايق روښانه او څرګند شي.

  • ارزښتونه هېڅکله هم پر يوه حال نه پاتېږي د نن ارزښتونه سبا زاړه دي که د بدلون دغه پروسه ودرول شي ټولنه کنګل کېږي او پر خپل ځای درېږي.

  • که موږ د تاريخ مطالعه د ولسونو د بدلېدونکي فطرت له مخي وکړو دغه نظر ولسونه سره نژدې کوي په نتيجه کې یې مينه ورڅخه زېږي او کرکې له منځه ځي.

  • تر مسخ شوي او ګډوډ تاريخ ښه خبره دا ده چي تاريخ بېخي ونه ليکل شي.

  • د تاريخ تر ټولو لوی درس دا دی چي هيڅ شی بقا نه لري. هر څه د وخت په تېرېدو سره اوړي.

  • د تاريخ ښکلا په دې کې ده چې له تاويل او تفسيره يې غوښتنې نه راوزي او تاريخ تل د اوښتون په لار کې روان او بهاند وي.

-يوه پرمختللې ټولنه هغه ده چي د توليدي وسيلو د چمتو کولو وړ وي. هغه کارولای يا بدلولای شي او وتوانېږي چي علم راتلونکي نسلونو ته ولېږدوي. د وړتيا پر بنسټ خلکو ته په ټولنه کي لوړ ځای ورکړي په هغه کي د ريار کښلو سره مينه پيدا کړي تر څو وګړي خپل هنرونه وځلوي ګټه ورڅخه واخلي او د خواري کښلو له امله خوند واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ