مارچ 5, 2021

په لر و بر کې د منظور پښتین پر نېولو پراخ اعتراضونه او تازه نیونې

د تسلیار تسل لیکنه 
له کوزې پښتونخوا وروسته د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د منظور پښتون او نور مخکښو غړو د خوشې کیدلو په تړاو زرګونه خلک د لاریونونو او غونډو په شکل راوتلي ول او شعار یې دا و چې مونږ د کوزې پښتونخوا د پښتنو لپاره حقوق غواړو او د منظور پښتون او ورسره ملګرو یې زر تر زره خوشې کیدل غواړو.
احتجاجونه هغه وخت پیل شول کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د څلورو نورو ملګرو سره د پیښور د تاکال سیمې څخه پولیسو پدې تور ونیوه چې ګواګې منظور پښتون د بنو په جلسه کې د پاکستان اساسي قانون بې بنسټه بللی و.
د افغانستان د یو شمېر ولایتونو تر څنګ د دې غورځنګ غړي په هغه هېوادونو کې د احتجاج په شکل د پاکستان د سفارت مخې ته راوتي او وایي چې مونږ د منظور پښتون ته عدالت غواړو او د پاکستان حکومته یې غوښتي د چې د پښتنو سرلاری او ملګري دې خوشې کړي.
همدارنګه د افغانستان یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم غندلې چې دا د بیان په ازادۍ تیری او د مدني قوانینو نقض دی.
ګڼو سیاسیونو ویلی چې د منظور پښتون نیول د بشر حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او زر تر زره دې منظور پښتون ازاد کړي.
د دې سره سره د پاکستان حکومت د ولسمشر غني پر ټویټ غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دا دیپلوماتیکو اصولو خلاف او د پاکستان په داخلي چارو کې لاس وهنه ښودلې.
ولسمشر غني ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د عدالت غوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او مونږ یې په کلکو ټکو غندو.
د سه شنبې د ورځې د اعترضونو په ترڅ کې د پښتون ژغورنې بل مخکښ مشر محسن داوړ او د هغه نور ملګري هم ونیول شول چې دې لا د پي ټي ایم فعالان ناخوښه کړي.
په لر او بر کې پښتنو احتجاج کوونکو ویلي که چېرته منظور پښتون او ملګري یې خوشې نه شي نو لاریونونه به لا دوام ومومي او د لاریون کوونکو ترڅنګ به دا مبارزه په نورو برخو کې هم پراخه کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي