ژوند بڼه

د پوستکې ( جلد) د تازه ګۍ لپاره پنځه ګټورې میوې

لیکنه: شپنه سلګۍ

ژباړه/شپنه سلګۍ

د تازه مېوې خوړل د انسانانو د جلد یا پوستکو روغتیا ته ګټور او غوره دواګانې دي. دا هغه واقعيت دی چې ټول پرې پوهېږي.

تازه مېوې د سینګاري(آرایشي) توکو په خلاف کم بیې او طبیعي دي او په جلد باندې اغېزښندونکي پايلې به په ځای پرېږدي.

دلته هغو پنځه مېوې دریادوو چې د انسانانو جلد یا پوستکو ته ډېرې ګټورې پرېوځي:

1- ام؛ چې د تازه ميوو پاچا ګڼل کېږي، نه یوازې د خپل ښه خوند له کبله بلکې د خپلو ګټو په خاطر توصیه کېږي. دغه تازه مېوه په جلد باندې خورا زیات اغېز لري او د ویټامین A او انتي اکسیدان په درلودلو د پوټکي له ژر زړېدو سره مقابله کوي.

2- کېله؛ دا یوه له هغو تازه مېوو څخه ده چې له خوړلو سره يې شفافه جلد لرلای شئ. کېله په زیاته کچه اوسپنه، مګنیزیم پوتاشیم او A,B,E ويټامینونه هم لري چې له کبله يې پوستکی دې ته نه پرېږدي چې ژر خيرن شي.

3- لیمو؛ دا مېوه په زیاته کچه د ويټامین C په لرلو سره پوستکی ښکلی ساتي. د سهارني له خوړلو مخکې له تړمو اوبو سره د دې مېوې کارول د جلد د پاکولو چاره ترسره کوي.

4- مڼه؛ دغه مېوه د انتي اکسیدان په لرلو سره د جلدي حجرو او نسجونو خرابېدو مخنیوی کوي او د غذايي فایبرونو(الاستین) په درلودلو د جلد له ځوان پاتېدلو سره مرسته کوي.

5- مالټه؛ دغه تازه هم د مڼې پّ په څېر د جلد له ژر زړېدو مخنیوی کوي او کارول يې دا مرسته درسره کوي چې ټول روغ پوستکي یا جلد ولرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ