د وخت په مدیریت کولو کي ۱۰ معمولي تېروتني

ژباړه: نوراحمد فضلي
آیا تاسي خپل وخت په ښه ډول مدیریت کوئ؟ که تاسي هم د اکثرو کسانو په شان یاست، نو ستاسي ځواب کاملاً مثبت نه دئ! ستاسي د کار حجم تر حد زیات دئ او اړ یاست چي د کارونو د پرله پسې کولو له پاره تر ناوخته کار وکړئ. یا شاید هره ورځ ستاسي له پاره یوه له بحرانه ډکه ورځ وي او ستاسي دا حالت ددې سبب کېږي چي تاسي فشار او سټریس لاندي کړي او ستاسي د روحیې د کمزورۍ سبب وګرځي.
موږ اکثره پوهېږو چي د وخت د مدیریت وړتیا لرو، خو د هغو تېروتنو چي موږ ئې مرتکب کېږو پېژندل او له هغو څخه د ځان خلاصولو په موخه لازم پوهاوی، کېدلای سي ستونزمن وي. سره له دې، کله چي خپل وخت په ښه ډول مدیریت کوو، په استثنايي توګه زموږ عملکرد موثر کېږي او زموږ د سټریس اندازه راکمېږي. په ښه توګه د وخت په مدیریت سره، کولای سو چي خپل وخت جالبو او په زړه پوري کارو او پروژو ته وقف کړو چي کولای سي چي د یوه کار په بهیر کي د پام وړ تفاوت رامنځ ته کړي. خلاصه باید ووایو، چي د وخت په ښه توګه مدیریت سره، موږ کولای سو چي خوشحاله کسان اوسېږو.
په دې مقاله کي لسو هغو تېروتنو ته نغوته کوو چي د وخت د مدیریت پر مهال ئې مرتکب کېږو، همداسي درته پر هغوی باندي د غلبې په موخه ټکي او ستراتېژي ګاني هم څېړو. دا ۱۰ تېروتني عبارت دي له:
۱ شمېره تېروتنه: د مخ ته پرتو کارونو ليست نه لرل
آیا تر اوسه مو له دې سټریس زیاتوونکو جملو څخه ځان ته ویلي دي؟” فکر کوم چي د کار مهمه برخه مي هېره کړې ده؟ “ که ستاسي ځواب مثبت وي، نو احتمالاً له مخ ته پرتو کارونو له لیست/نوملړه استفاده نه کوئ څو د هغه په مرسته وسئ کولای چي له قلمه مو کوم څه پاته نه سي. خو که د مخ ته پرتو کارونو له نوملړه استفاده کوئ او بیا هم د یوه مهم کار یا د هغه د یوې برخي هېرېدو ته حیران یاست، نو بیا له داسي یوه صیح فهرسته استفاده نه کوئ!
د مخ ته پرتو کارونو له نوملړه استفاده، د هغه په لومړیتوب بندۍ کي نغښتې ده. ډېری کسان د تورو یا عددو له کُد ایښودلو استفاده کوي او د هغه کد مطابق د A حرف یا د ۱ شمېرې ته په لوړه خوا اولیت ورکوي او په دې ترتیب اولیتونه درجه بندي کوي. که پر سترو پروژو کار کوی، هماغسي چي پام مو نه وي، د مخ ته پرتو کارونو د فهرست ثبت کېدلای سي چي مبهم او بې پایلي راووزي. د مثال په توګه، شوني دی نوشته کړي مو وي:” د بودجې وړاندیز ته رسېده ګی “. خو د دې رسېده ګۍ له پاره ته کوم څیزونو ته اړتیا لرې؟ د یوه کار د ملزوماتو نه مشخصول شوني دي د هغه کار په ځنډ یا د مهمو برخو د هېرېدو سبب وګرځي. نو، حتمن ستر او لوی کارونه یا لويي پروژې پر مشخصو او د اجرا وړ برخو ووېشئ څو د کار هیڅ یوه مهمه برخه هېره نه کړئ. پر لویو او سترو پروژو د کار کولو په عین وخت کي، کولای سئ د کارونو د مدیریت له پاره د عملیاتي پلانو څخه هم استفاده وکړئ. عملیاتي پلانونه، د مخ ته پرتو کارونو د فهرست صنعتي سوي نسخې دي.
۲ شمېره تېروتنه: د شخصي موخو نه تعیینول
پوهېږئ چي غواړئ په راتلونکو شپږو میاشتو کي کوم مقام ولرئ؟ یو کال یا حتا راتلونکي لس کلونه وروسته څنګه؟ که نه پوهېږئ، نو وخت ئې راغلی دئ چي خپلي شخصي موخي مو مشخصي کړئ.
د موخو تغییر او مشخص واله د وخت پهم دیریت کي خورا یو اړین کار دئ، ځکه چي همدا موخي دي چي تاسي ته مقصد او غرض درکوي چي پر هغوی باندي کار وکړئ. کله چي موخي وپېژنئ، کولای سئ چي دې موخو ته د رسېدو په موخه لومړیتوبونه، وخت او سرچینې مدیریت کړئ. موخي درسره یوه بله مرسته دا هم کوي چي کولای سئ تصمیم ونیسئ کوم کارونه ستاسي د وخت صرفولو ارزښت لري او کوم نور کارونه دي چي ستاسي د وخت صرفولو ارزښت نه لري او یوازي تاسي له خپلو آرو او اصلي موخو لېري کوي.
۳ شمېره تېروتنه: پر لومړیتوبونو نه وېشل
ستاسي معاون له یوه بحراني خبر راوړلو سره ستاسي خوا ته درځي څو تاسي په همغه ګړي هغه ته رسېده ګي وکړئ، خو تاسي د یوه نوي پېرودونکي سره د نظریاتو په تبادلې بوخت یاست. حتمن به د هغوی سره د بازارموندني له پاره د کمپين پر یوه بهترینه لاره سره تر یوه بریده موافق سوي یاست، خو ددې” بېړني “ حالت په خاطر، ستاسي د افکارو د اړیکي شلېدو احتمال سته.
ډېر کله، د افکارو د څرنګوالي لومړیتوب بندي کول ستونزمن دي، په خاصه بیا هغه وخت چي په د یو لړ په ښکاره بېړنیو حالاتو سره مخ کېږئ. سره له دې، که غواړئ چي وخت مو بیا هم په ښه ډول مدیریت کړئ، د کارونو په موثر ډول پر لومړیتوبونو د وېشلو پوهه اړینه ده.
یوه وسیله چي پر لومړیتوبو وېشلو کي ستاسي سره مرسته کوي، د کار د لومړیتوب ماټریکس (ریښه/زیلانځه) دئ چي مشخصوي د یوه کار لومړیتوب، زیات که کم دئ. که د خپلو کاري لومړیتوبونو توپير وپېژنئ، کولای سئ چي د ورځي په جریان کي خپل وخت مدیریت کړئ.
۴ شمېره: د حواسو/نظریاتو په مدیریت کي پاته راتلل
آیا پوهېږئ چي زموږ څخه ځيني، په ورځني ډول د دوو ساعتو په شاوخوا کي خپل وخت د حواس د ګیچ واله په خاطر تلفوو؟ فکر وکړئ چي که دا وخت تلف نه کړئ، کولای مو سوای چي کوم کارونه خلاص کړئ. مهمه دا نه ده چي ددې ګیچ واله/ د حواسو د تیت و پرک کېدا سرچینه چشي ده؛ برېښنالیکونه، چټونه، په بحراني حالاتو کي له همکارانو سره خبري یا له پېرودونکو له لوري تلیفوني تماسوه، دا ټول موږ په یوه ناقراره حالت کي راګېروي ( داسي یو وضعیت چي په هغه کي د خسته ګۍ له احساس بغیر، د هغه کار له کولو چي سل په سلو کي په هغه کي راګېر یو؛ د خوند او لذت احساس کوو.
که غواړئ چي د خپلي ورځي کنټرول په لاس کي واخلئ او خپل وس وکاروئ، دا چي څنګه خپل تیت و پرک حواس راکم او د وقفو مدیریت وکړئ؛ پر دې پوهېدل خورا حیاتي دي. د بېلګي په ډول: که تمرکز ته اړتیا لرئ، چټ کول بېخي اړخ ته کړئ او که نور سبب کېږي چي ستاسي حواس سره تیت و پرک سي، هغوی په جریان کي کړئ. حتا که نه سئ کولای چي د حواسو د پاشلتیا له شره ځانونه خلاص کړئ، باید د تمرکز د بهبود لاري چاري زده کړئ.
۵ شمېره تېروتنه: له نن څخه سبا ته کول؛ ځنډول
له نن څخه سبا ته کول هماغه د کارونو ځنډول دي چي باید همدا اوس پر هغوی باندي تمرکز وکړئ. کله چي کوم کار ځنډوی، د ګناه احساس کوئ او هرڅومره چي له دې ځنډه وخت تېرېږي؛ ستاسي وهم او وېره د هغه له ترسره کېدو زیاتېږي او بالاخره، کله چي د هغه کار په ترسره کولو کي پاتې راځئ؛ ټولي ستونزي پر ځان باندي راختموئ.
یوه ښه ستراتېژي دا ده چي ځان ته ووایاست چي په ظرف د لسو دقیقو کي باید یوه نوې پروژه شروع کړئ. هغه کسان چي د ځنډولو تېروتنه کي راګېریږي، ډېری داسي احساسوي چي د یوه کار د بشپړولو له پاره، باید له وقفې پرته، هغه کار ختم کړي او دا لوړه توقع دډې سبب کېږي چي سټریس او اضطراب ورباندي غلبه وکړي. که داسي طرز تفکر لری، ددې پر ځای د یوه کار د پیل له پاره لږ وخت ځانګړی کړئ ( یا په اصطلاح، کار یو څه زخمی کړئ!( هو.
عملیاتي پلانونه هم کېدلای سي چي ګټور وي. له دې پلانونو په استفادې سره، کولای سئ چي ستري او لويي پروژې پر څو د اجراء وړ برخو ووېشئ څو په آسانۍ سره وکولای سئ ټوله پروژه مدنظر ونیسئ او په کراره کراره، د هغې یوه کوچنۍ برخه ترسره کوئ. په دې ترتیب سره، د یوې نوي پروې د پیل پر مهال به اضطراب او پرېشانۍ احساس نه کوئ.
۶ شمېره تېروتنه: له حده زیات مسئولیتونه منل
آیا تاسي له هغه ډلي کسانو یاست چي (نه) ویل درته ستونزمن دي؟ که داسي ده، نو احتمالاً نورو ته په (نه) ویلو کي د کمزورۍ په خاطر مو زیات مسئولیتونه او ژمني پر ځانو منلي دي. دا کار ستاسي په کمزوري عملکرد، سټریس او ستاسي کمزوري روحیې باندي تمامېږي.
شاید هم له هغه مدیرانو اوسئ چي تاکید کوي ټول کارونه په یوازي توګه کنټرول یا ترسره کړي. دې ته ذره بیني مدیریت ویل کېږي؛ چي نه سي کولای پر نورو باور وکړي. ځکه ئې نو مسئولیتونه تر حد زیات او درانده وي. البته دا کولای سي هرڅوک اوسي، نه یوازي مدیران!
په هر حال، تر حد زیات مسئولیتونه منل، له وخت څخه د کمزوري ګټي اخیستني ښکارندوی ده. که پر همدې طریقه مخ ته ولاړ سئ، نور ستاسي په اړه داسي فکر کوي چي کارونه په بېړه او له سره تېرولو سره کوي.
د (نه) ویلو عاقلانه او هوښیارانه هنر د هغو کارونو په وړاندي چي ستاسي پر عهده اضافي بار در اچوي؛ زده کړئ. دا مهارت مو مرسته کوي چي خپل رښتینی ځان وښیاست او په ورته وخت کي، خپل ښه احساس هم وساتئ. که نور هرڅومره تاسي ته شله (ټینګ) سي چي باید کارونه ئې وروکړئ، تلاش وکړئ په هماغه وخت کي هغوی ته غبرګون مه ښیاست او خپل سکون او دماغي ارامښت وساتئ.
۷ شمېره: زیاته بوختیا پرمختګ فرض کول
زیات بوختېا ځیني کسان په سټریس او فشار کي ګرفتاروي. هغه ضرب الاجلونه چي پای ته نژدې سوي دي، برېښنالیکونه چي هیڅ خلاصېده نه لري، پر مېز باندي له اندازې زیات پراته سوابق او جلسو ته په تېزۍ سره ځان رسول … دا ټول د آدرنالین ترشح کېدل لوړوي!
ستونزه دا ده، چي په ډېره بوختیا روږدېدل هیڅکله د بریالي اوسېدو په معنا نه دي او برعکس کولای سي چي په سټریس او کمزوري عملکرد تمام سي.
ددې پر ځای چي د ځان له پاره بوختیا پیداکړئ، خپل ګړندیتوب مو کم کړئ او زده کړئ چي څنګه خپل وخت په ښه ډول مدیریت کړئ.
۸ شمېره تېروتنه: پر یوه وخت څو کارونه کول
احمد ددې له پاره چي د خپلو کارونو له حجمه وروسته پاته نه سي، معمولاً د مشتریانو سره د خبرو پر مهال، برېښنالیک هم لېږي. په دې سره احمد فکر کوي چي له وخته په ښه ډول استفاده کوي، خو نه پوهېږي چي پر یوه وخت د څو کارونو په ترسره کولو سره، د کارونو د پرله پسې ترسره کولو سره په پرتله، په سلو کي له ۲۰ تر ۴۰ زیات وخت له لاسه ورکوي. د هغه پر یوه وخت د څو کارونو ترسره دا دي چي دواړه کارونه کمزوري ترسره کوي: د برېښنالیکو متون ئې له غلطیو ډک وي او مشتریان د هغه له عدم تمرکزه خوښ نه دي.
نو بهترین کار خو دا دئ چي پر یوه وخت څو کارونه کول پرېږدئ او په خپل وار سره، د یوه کار پر ترسره کېدا باندي تمرکز وکړئ. په دې ترتیب سره به ستاسي د کار کیفیت هم بهتر وي.
۹ شمېره تېروتنه: دمه (استراحت) نه کول
که هدف، په وروستي مهلت کي د کار خلاصول وي، له ۸ تر ۱۰ بې وقفه يي ساعتونه کار کول، ښه فکر دئ. خو شونې نه ده چي خپل دماغ ته دي له دمې او استراحت ورکولو پرته وکولای سئ تمرکز وکړئ او د کار پایله مو باکیفیته اوسېږي.
استراحت کول ( د وخت ضایع کول) مه فرض کوئ. دماغ هوسا کول سبب کېږي چي نوښتګر فکر وکړئ او موثر کار وکړئ. که د کار متوقف کول درته ستونزمن دي، نو د ځان هوسا کولو له پاره وخت وټاکی یا د ساعت له مخي د خپل استراحت وخت تنظیم کړئ. پلی تګ وکړئ او یا دومره وکړئ چي د خوني/دفتر له کړکۍ څخه لږ د ښایسته فضاء لیدنه او تماشا وکړئ. له هر یوه یا هرو دوو ساعتو وروسته، ځان ته پنځه دقیقې استراحت ورکړئ. حتماً د غرمنۍ خوړلو له پاره کافی وخت ځانګړی کړئ. په لوږې سره نه سئ کولای چي د کار کیفیت مو سم اوسي.
۱۰ شمېره تېروتنه: د کارونو بې پایلي زمان بندي
سهار وختي کښېنئ او انرژي مو د لمر لوېدو سره همزمانه زیاتېږي؟ د ورځي ساعتو کي د خلګو انرژي او موثریت یو له بله توپیر کوي. کولای سي کوم کارونه چي ډېر لومړیتوب لري (لکه ایمېلونه ځوابول یا تلفوني تماسونه) په هغه ساعت کي چي کمه انرژي لرئ، ترسره کړئ.

عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

by عاقله اسد in افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل ... نور ولولئ