اپریل 19, 2021

یوه هندۍ ډاکټره په بریتانیا کي د ښکلا ملکه شوه

په بریتانیا کي د تیرو ۶۶ کلنو راهیسي هر کال د ښکلا ملکه ټاکل کیږي، خو سږ کال یوه هندۍ انجلۍ په بریتانیا کي د کال د ښکلي ملکې تاج پر سر کړ.
اسپوټينګ ورزشي سایټ د ډیلي میل په حواله راپور ورکړی، چي د ښکلا دا لوبه د رواني اګسټ میاشتي په لومړیو کي په لندن کي ترسره سوه، چي د (باهاشا موحرجي) په نوم یوې ۲۳ کلني انجلۍ د بریتانیا د کال د ښکلې ملکې تاج ترلاسه کړ.

باهاشا موحرجي ۱۰ کلونه کيږي، چي د بریتانیا په داربي ښار کي ژوند کوي، هغه یوازي دا نه چي یوه تخنیکي مُډیله ده، بلکي د هغه ترڅنګ یوه ځوانه ډاکټره هم ده.
دې ښکلي ډاکټري دوه لیسانسه په طبي علومو او جراحي کي د ناتینګهام پوهنتون څخه ترلاسه کړي دي.

پر دې سربېره دا انجلۍ په ۵ ژبو خبري هم کولای سي او د هغه ترڅنګ د هغې د هوش درجه ۱۴۶ ده، چي دا درجه د یوه نابغه سره برابره ده.
دې انجلۍ په ۲۰۱۷م کال کي د «Generation Bridge» په نوم یو خیریه بنسټ هم پرانیست، چي په بېلابیلو برخو کي د خلګو او مېرمنو سره مرسته کوي.
دا وايي، د ښکلا ملکې په دې سیالۍ کي ئې ځکه ګډون وکړ، چي په دې لوبي سره ئې دا ښکاره کول، چي هغه انجوني چي په دې سیالیو کي برخه اخلي بې عقلي ندي.

بوهاشا لومړۍ انجلۍ وه، چي د ښکلا ملکې په دې سیالیو کي ئې د آرایش څخه پرته ګډون وکړ.
ژباړه : محمدصابر حمیدي