مارچ 5, 2021

د پاکستان پخواني کپټان مصباح الحق له ګلبدین نایب مننه کړې

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر مصباح الحق له افغاني اوسني لوبډلمشر ګلبدین نایب څخه مننه کړې، چې شپږ څلوېښتم اوور ته راغی، د څلورو څلوریزو په ملتیا یې ۱۸ منډې عماد وسیم ته ورکړې.
نوموړي ویلي په ۴۵ اورونو کې لوبه یو خواته کړه او وروستیو پنځه اورونو لوبه بل خواته کړه، په وروستیو پنځه اورونو کې د ګلبدین ناکامې توپ اچونې لوبه پاکستان ته ورکړه.
هغه ویلي زه له ګلبدین نایب او وهاب ریاض څخه مننه کوم.
مصباح وایي یو سپېن بالر سیمع الله شینواري په پنځه څلوېښتم اوور کې دوه منډې ورکړې؛ خو ګلبدین نایب په خپل اوور لوبه بدله کړه او ۷۲ سلنه لوبه چې د افغانستان په لاس کې وه، پاکستان ته جولۍ کې ور واچوله.
هغه وایي سپېن بالرانو له عماد وسیم څخه لاره ورکه کړې وه، هغه تصمیم نه درلوده، چې څه وکړي؛ خو د ګلبدین نایب اوور و، چې پاکستان یې بریا ته ورساوه.
مصباح الحق د راشدخان د توپ اچونې یادونه هم کړې، چې هغه هم ښه اوور ترسره کړ.
ده ویلي دا د پاکستان لپاره ستره لوبه وه او رواني لحاظ یې پاکستاني لوبغاړو ته مثبت مورال ورکړ.

د مصباح په وېنا پاکستان راروانه لوبه له بنګله دېش سره لري او که دا لوبه پاکستان وګټي کولای شي، چې د انګلستان او بنګله دېش د لوبو بایللو په صورت کې پاکستان دوهم پړاو ته لار ومومي.
عماد وسیم د افغانستان خلاف لوبه کې په ۵۴ توپونو ۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، پنځه څلوریزې یې ووهلې او څلور یې په ۴۶ م اوور کې په ګلبدین نایب ولوبولې.
پاکستان د دې لوبې په بریا سره څلورم ځای واخېست.
پاکستان د جولای په ۵ مه نېټه له بنګله دېش سره خپله وروستۍ لوبه کوي او افغانستان د جولای په ۴ مه نېټه له ویسټ انډيزه سره لوبه لري.
مصباح وایي د ګلبدین نایب تېروتنو پاکستان ته بریا ورکړه.
د محمدنبي او مجیب الرحمن په زړه پورې توپ اچونه د ګلبدین بدترین اوور وننګوله.