سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شپږیزه: میس‌عینک لوبډلې پایلوبې ته لاره وموندله

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو دویمه کوالیفایر لوبه نن ماپښین د بندامیر او میس‌عینک کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میس‌عینک لوبډلې په پنځو ویکټو بندامیر ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پیداکړه.

د میس‌عینک لوبډلې سکواډ

شاپور ځدران، محمدشهزاد، هشمت‌‌الله شهیدي، شاهد کمال، نوراحمد لکڼوال، عبدالرحمن، بهار علي شینواری، افسر ځاځی، دولت ځدران، غمی ځدران او ابراهیم خان.

د بندامیر لوبډلې سکواډ

اصغر افغان، حضرت‌الله ځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدران، اکرام علي خېل، ناصر جمال، میرویس اشرف، شراف الدین اشرف، حمید حسن، وفادار مومند او وقار سلام خېل.

د ننۍ لوبي حال

د یادې لوبې پچه د بندامیر لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د میس‌عینک لوبډلې د لوبډلمشر شاپور ځدران څخه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

بندامیر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او میس‌عینک لوبډلې ته یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکی.

د بندامیر لپاره عثمان غني ۶۴، اصغر افغان ۲۳ او میرویس اشرف بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

میس‌عینک ته شاپور ځدران دوې، دولت ځدران دوې، ابراهیم خان یوه او عبدالرحمن هم یوه ویکټه واخیستله.

کله چې میس‌عینک لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د بندامیر له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۴ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په پنځو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د میس‌عینک لپاره بهال علي شینواري ۴۷، شاهدالله کمال ۴۲، افسر ځاځي ۳۵ ناسوځېدلې او حشمت‌الله شهیدي بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

بندامیر ته شراف الدین اشرف، وفادار مومند او وقار سلامخېل یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

په ننۍ لوبه کې جایزه ګټونکي لوبغاړي

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهدالله کمال ته ورکړل شوه، چې خپله لوبډله یې د ۴۲ منډو په جوړولو سره په حساسو شیبو کې پایلوبې ته ورسوله.

د ډېرې شپږیزه وهونکي لوبغاړي جایزه هم شاهدالله کمال ته ورکړل شوه.

سټایلش لوبغاړی بهار علي شینواری وټاکل شو.

د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو پایلوبه سبا د چهارشنبې په ورځ غارمه ۱۲ بجې میس‌عینک او کابل بازان کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ