میس‌عینک د ۱۳۱ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماتې ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۳مه لوبه د شنبې په ورځ ماپښین د میس‌عینک او امونهنګانو کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې میس‌عینک لوبډلې د ۱۳۱ منډو په توپير امونهنګانو ته سخته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې د میس‌عینک لوبډلې سکواډ

شاپورځدران لوبډلمشر، شهزاد محمدي، نورحمد لکڼوال، عبدالرحمن، بهار علي شینواری، صدیق‌الله پاچا، دولت ځدران، غمی ځدران، شاهدالله کمال، هشمت‌الله شهیدي او عبدالله عادل.

د امونهنګانو لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر دروېش رسولي، جمعه ګل، قسیم اوریاخېل، جنت ګل، امان‌الله رفیقي، افتاب عالم، یوسف ځاځی، شېر شیرزی، ویس نوري او یحی خان.

د یادي لوبې حال

د امونهنګانو لوبډلې لوبډلمشر دروېش رسولي د میس‌عینک د لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران څخه د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
میس‌عینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکی.
د میس‌عینک لپاره حشمت‌الله شهیدي ۸۲ ناسوځېدلې او بهار علي شینواري ۵۷ منډې جوړې کړې.

د امونهنګانو لوبډلې لپاره بیا فریداحمد دوې، یوسف ځاځي، جمعه ګل او عبدالوسع بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
کله چې امونهنګانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف یې نه کړ پوره؛ بلکې امو لوبډله ټوله د لوبې په ۱۲ اورونو کې یوازې د ۶۲ منډو په کولو سره وسوځېده او په ستر توپير یې ماتې وخوړه.
د میس‌عینک لپاره دولت ځدران پنځه، نورحمدحمد لکڼوال دوې، شاهدالله کمال، عبدالرحمن او عبدالباقي بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

په یاده لوبه کې جایزه ګټونکي لوبغاړي

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هشمت الله شهیدي ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۸۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه بهار علي شینواري ته ورکړل شوه.
او د لوبې د سټایلش لوبغاړي جایزه بیا دولت ځدران خپله کړه.

د میس‌عینک او امو لوبډلو لوبو ته کتنه

په شپږیزه کرکټ لیګ کې دا د میس‌عینک شپږمه لوبه وه، چې له ډلې یې درې ګټلې، خو دوې یې بیا بایللې دي.
میس‌عینک اوس ۶ نمرې لري.
د امونهنګان لوبډلې بیا دا څلورمه لوبه وه، چې تر اوسه یې د یادو لوبو له ډلې یوه هم نه ده ګټلې او تر ټولو لوبډلو وروسته د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.

د یکشنبې د ورځې لوبې

د یکشنبې په ورځ سهار ۹ بجې د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۴مه لوبه د کابل بازانو او سپین غر لوبډلو ترمنځ او ماپښين ۱:۳۰ بجه بیا د امونهنګانو او بُست لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ