د ژوند د ملګرې/ ملګري ټاکلو لپاره ناسم دلیلونه

 
ژباړه: نسیمه محمدي
د ژوند د شريک په ټاکنه کې هغه مهال خطا رامنځته کېږي کله چې ډېری نجونې او هلکان د واده لپاره بيړه ولري. د کور څخه د تېښتې لامل وي یا د خلکو د خبرو څخه خلاصون… خو دا سل په سله کې اشتباه ده او تاسې چې په هر عمر کې قرار لرئ واده کوئ باید په ډېر دقت او بشپړه توګه یې انتخاب کړئ تر څو د ژوند د شریک ټاکلو کې له ستونزو سره مخ نشئ. که تر اوسه مو واده نه وي کړی او فکر کوئ عمر مو ډېر دی او وایئ چې اوس ډېره ناوخته شوې او نورو خلکو تاسې پسې ذره بین راخیستی او وروسته په همدې دلیل، سمدستي یو خواستګار ته هو وایئ، تېروتنه کوئ. د اسلام ستر پیغمبر رسول الله (ص) فرمایلي دي: د خپل امت لپاره د دوو څېزونو څخه په وېره کې یم، لومړی د نفس غوښتنې او دویم د اوږد مهال لپاره هیلې او امېدونه.
ځینې لارې چارې شته چې د نجونو لپاره هماغه د تصمیم نیونې او ټاکنې په لومړي پړاو کې تېروتنې سره مخ کوي. په بل عبارت، باید د ښه او مناسب ملګري/ ملګرې د ټاکنې لپاره له دغو خطاګانو ډډه وکړئ:
۱: له هغه چا سره چې یو څه خوښوي او سپېڅلي یې ګڼي او نشي کولې له تاسې سره یې وویشي او تاسې خپل شریک وګڼي واده مه کوئ.
۲: د دې لپاره چې په یو چا مین یئ واده مه کوئ.
۳: د یواځېتوب او ستومانۍ څخه د تېښتې لپاره واده مه کوئ.
۴: د جنسي غرایضو د لرې کولو لپاره واده مه کوئ.
۵: ځینې وختونه نجونې د هغه چا په لوري ځې چې هېڅ ورته والی ورسره نه لري او یواځې د یو خاص لامل له امله د هغوی د تایید وړ وي. په یاد ولرئ چې یواځې د یو خصوصیت سره ژوند نشئ کولی.
۶:  په منفي ټکو تمرکز لویه خطا ده. په یاد ولرئ که په هر دلیل ستاسې سره د سړیو په اړه منفي احساسات شتون ولري، هغه یو ګوښې ته کړئ او د مثبت لید لوري سره، مناسب انتخاب ولرئ.
۷: ځینې نجونې چې مناسبه دنده او تحصیل ولري، فکر کوي د مالي اړتیا وو د پوره کولو سره کولی شي د نارینه مرستې ته به اړتیا ونه لري. د ژوند د ملګري په ټاکلو کې لویه خطا ده. دا ډله نجونې په دې ډول فکر او خیال لوی خنډونه خپل ځان ته جوړوي او نشي کولی ښه انتخاب وکړي، ځکه تل نور له خپل ځانه شړي.
۸: له حده زیاته سرښندنه، نورو ته له ځانه ډېر فکر کول او د نورو اړتیا وو ته لومړیتوب ورکول لویه تېروتنه ده چې ځينې نجونې یې تر سره کوي. که په هر دلیل د نورو مسؤولیتونه ستاسې په اوږو وي پر ځای؛ مګر لومړی باید ځان، اړتیاوو ته مو او خپلې شخصي راتلونکې ته مو فکر وکړئ او موقعیتونه او چانسونه له لاسه مه ورکوئ.
۹: د مالي، عاطفي، احساسي او له یواځېتوبه د خلاصون لپاره واده مه کوئ، ځکه د لږ وخت په تېرېدو سره په دې فکر کې اوسئ چې اصلا ولې مو واده وکړ؟
۱۰: پرتله کول تل کارونه ګډوډوي. که تل خپل خواستګاران له یو بل سره یا هغه کسان چې ستاسې په شاوخوا کې شتون لري او ستاسې د تایید وړ دي، پرتله کړئ، ډاډه اوسئ نشئ کولی سمه پرېکړه وکړئ.
۱۱: که د هغې ډلې څخه یاست چې دوه لاسي په غم او غصې یا تېر پسې نښتي یئ، تېروتنه کوئ. که په هر دلیل په تېر کې مو چانسونه له لاسه ورکړي وي، نور نو هغو ته فکر مه کوئ. هڅاند اوسئ او ځان راتلونکې ته آماده کړئ.
۱۲: ځینې خلک ځانته دا اجازه نه ورکوي چې څوک خوښ کړي او دا چاره ورته ستونزه جوړوي.یوه بله ستونزه په ټاکنه کې دا ده چې یو کس له ډېری جهتونو څخه ستاسې د خوښې وړ وي مګر د نورو خلکو د بې منطقه او د عقل څخه لرې خبرو له امله، د زیاترو د تایید وړ نه ګرځي. که په داسې حالاتو کې د خوښولو او هو ویلو فرصت له لاسه ورکړئ، لویه تېروتنه مو کړې.
۱۳: که د ځینو نجونو اعتماد په نفس کم وي او فکر کوي بد قسمته دي او د نورو د خوښې وړ نه ګرځي، په داسې حال کې چې که خپلو مثبتو ټکو ته پاملرنه وکړي، د ډېرو به غوره وي.
۱۴: ځینې وختونه، نجونې تمه لري چې سمدستي د هغوی او راتلونکي خاوند تر منځ ژوره مینه او علاقه پیدا شي یا په بل عبارت مقابل لوری په یو زړه نه بلکې نوي زړونو پرې مېن شي. دا د خاوند په ټاکلو کې یوه تېروتنه ده. کله چې داسې تمه لري او د دوی د تمې سره سمه زلزله پېښه نشي، نو سمدستي زړه توري، او په شا کېږي. که تمه لرئ په هماغه لومړنۍ لیدنه کې یوه ژوره اړیکه رامنځ ته شي؛ د واده لپاره مو یو سور رنګه بېرغ ایښی دی. په دې کړنې سره مو رښتین والی یو لوري ته ایښي، حال دا چې زمونږ نړۍ په بشپړه توګه واقعي ده.
۱۵: ستاسې د خوښې او حال مناسب کس په اصطلاح د فلمونو له هغوی سره په بشپړه توګه توپیر لري. په بل عبارت د داسې موجوداتو په تمه مه اوسئ، ځکه یواځې په فلمونو پورې تړاو لري.
۱۶: بیړه او عجله یوه بله لویه تېروتنه ده د ژوند د شریک په ټاکنه کې نامزدي او آشنایي په یوه معقول وخت کې ګټور دي.
۱۷: ښه ده چې په ډېر کم عمر کې، واده ونکړئ. په بشپړه توګه پېژندګلوي پیدا کړئ (خپل ځان او ملګرې/ ملګري په اړه پېژندګلوي) ډاډه شئ چې له څه ډول کس سره تاسې د واده قصد لرئ.
۱۸: له حده زیات واده ته لېوالتیا مه ښکاره کوئ. نورو لېواله کسانو ته هم اجازه مه ورکوئ چې تاسې له وخت مخکې او بې اټکله واده ته اړ کړي.
۱۹: یوه بله ستره تېروتنه د نورو د راضي کول دي. دا تاسې یئ چې د سم انتخاب سره ګټه او په غلطې پرېکړې سره زیان کوئ.
۲۰: مخکې له دې چې یو کس له هر اړخه وپېژنۍ واده مه کوئ.
۲۱: د بې ځایه غوښتنو سره واده مه کوئ.
۲۲: په یو چا د زړه سوي لپاره هغه سره واده مه کوئ.
۲۳: له یو چا سره چې د ملګرتیا او دوستۍ څخه سټړي شوي یئ واده مه کوئ.
۲۴: د خپلو احساسي او روحي خلا ډکولو لپاره واده مه کوئ.
۲۵: د مادي مسایلو لپاره واده مه کوئ.
۲۶: یوه بله تېروتنه د نورو په خوښه ټاکنه ده. وینئ چې ډېری کسان وایي د مور یا پلار لپاره مې چې غوښتل یې زما مېرمن او واده وویني او بیا له دنیا لاړ شي داسې وکړل یا له دې ټولو بده دا چې وایئ د هغې لپاره مې واده ورسره وکړ، بېچاره ماشومه نه یې کولې شو پرته له ما ژوند وکړي یا څوک یې مېرمن شي! دا خبرې او روایتونه څنډې ته کړئ! یواځې د خپل زړه لپاره واده وکړئ که خدای مه کړه ژوند مو تباه شو، تاسې سر ټيتي اوسئ، نه د دې او هغې! نه د نورو د رضایت، د مور او پلار زړه لپاره، ترور زوی، نه مو سینه سوي مین لپاره! یواځې او یواځې د خپل مصلحت لپاره!
هڅه وکړه په ټاکنه کې دې تيروتنو ته پاملرنه وکړئ تر څو وروسته له واده په ګډ ژوند کې ستونزو سره مخ نه شئ.
واده کول نه باید ډېر سخت او نه ډېر آسان وانګېرل شي.
سرچینه: آسان طب