ستاسو د وجود تر ټولو غښتلی ځواک کوم دی؟

ژباړه: عایشه حیدري

د ارواپوهنې ټسټ کولای شي د هر انسان په وجود کې شته پیاوړتیاوې او استعدادونه څرګنده کړي.

ایا تر اوسه مو له خپل ځان څخه دا پوښتنه کړې چې ستاسو په وجود کې تر ټولو لوړ، ځواک، استعداد او پیاوړتیا کومه ده؟

د ځوانو خبريالانو بنسټ څخه په نقل د همشهري انلاین د راپور پر بنسټ، د ارواپوهنې دغه ټسټ له تاسو سره مرسته کوي چې د خپل وجود تر ټولو لویه پیاوړتیا او استعداد وپېژنئ او په دې پوه شئ چې څنګه له خپلو دغو پیاوړتیاوو او استعدادونو څخه ګټه واخلئ.

په‌ دې ليکنه کې تاسو ته شپږ شمېرې در کړل شوي دي، له لاندې انځور څخه یو شکل وټاکئ او د شکل د شمېرې له مخې خپله پیاوړتیا او استعداد وپېژنئ.

لومړۍ شمېره: کوم څه چې تاسو تر نیمې شپې ويښ ساتي هغه ستاسو عقل (شهود) دی،که څه هم د خپلو ستونزو د حل لپاره لارې لټوئ خو دا تاسو خپله یاست چې په یوه ډول په خپل ژوند کې ځانته ستونزې پیدا کوئ. او په هرې پیښې کې د خپل زړه منئ، هغه کار کوئ چې ستاسو زړه یې درته وايي او په پای کې د خپلې ستونزې لپاره د حل لاره پيدا کوئ.

تاسو شپږم حس لرئ او دا حس له تاسو سره مرسته کوي تر څو د لویو ستونزو لپاره د حل لاره پيدا کړئ.

نو، له خپلې دغې پیاوړتیا څخه په سمه توګه ګټه واخلئ، ځکه چې ستاسو دغه پیاوړتیا تل تاسو ته سمه لار در ښيي.

دویمه شمېره: ستاسو تر ټولو لویه پیاوړتیا او پټ استعداد ستاسو د مینې کچه ده.

د دې لپاره باید نورو ته درناوی وکړئ، له هغوی سره مینه وکړئ او د تل لپاره ځان نورو ته تر ټولو ښه انسان معرفي کړئ.

کله کله داسې احساس کوئ چې ستاسو دا ځانګړنه ستاسو کمزورتیا ده، ځکه چې تاسو په دې پوهېږي چې هېڅوک هغه مینه چې تاسو ورکوئ، تاسو ته یې بېرته نه شي درکولای.

خو حقیقت دا دی چې دا ستاسو پاک زړه دی چې د دې لامل کېږي چې له نورو سره ډېره مینه وکړئ. هېڅکله په دې شک مه کوئ چې یو ښه انسان اوسېدل تر ټولو غوره لاره ده.

درېیمه شمېره: ستاسو ذهن له تخیل، کنجکاوي، د ښایست پېژندنې حس او خلاقیت څخه ډک دی او ستاسو دغه پیاوړتیا او پټ استعداد دی چې ستاسو ستونزمنې ورځې یې له نړۍ سره نښلولې دي. کله تاسو د الهام له پیاوړتیا سره اړیکه نیسئ کولای شئ چې ښه شئ.

له همدې امله ډېره اړینه ده چې د خپل استعداد او وړتيا څخه د خوند اخیستلو لپاره د خپلې وړتیا او استعداد لپاره ځانګړی وخت وټاکئ.

څلورمه شمېره: ستاسو ذکاوت او هوښیاري کولای شي تاسو له ستونزو او کړاوونو څخه لرې وساتي،دا ستاسو وړتیا او پټ استعداد دی، داسې وړتیا چې په هر ځای کې تاسو ته د دې پیاوړتیا درکوي چې د خپلو ستونزو د حل لاره پیدا کړئ.

تاسو داسې نه یئ چې په ډېرې اسانۍ سره له هرې خبرې څخه تېر شئ او په دې ټکي ښه پوهېږی چې هر هغه څه ته چې فکر کوئ په اسانۍ سره هغه ترسره کوئ.

تاسو د ټولنې د نورو وګړو څخه ډېر درک لرئ او په ټولنه کې مو داسې شيانو ته فکر کېږي چې د نورو فکر ورته نه وي او تل له همدغو شیانو څخه په خپله ګټه کار اخلئ.

پینځمه شمېره: ستاسو پټ استعداد او وړتيا ستاسو (سرسختي) ده،هر پېښه چې پېښېږي بیا هم تاسو خپل کار ته دوام ورکوئ، ځکه کله چې تاسو يوه ټاکلې موخه ولرئ نورو شيانو ته ارزښت نه ورکوي.

تاسو لږ ضدي هم یاست، او دا ستاسو یوه بله پټه وړتیا ده،مه پرېږدئ چې څوک تاسو و وېروي.

تاسو پوهېږئ چې څه غواړئ او څنګه یې غواړئ او کله چې موخې ته د رسېدو لپاره ستاسو پلان بريالی نه شي یو نوی پلان جوړوئ.

ستاسو هیلې او کړنې تل ستاسو په ذهن کې دي او تل له تاسو سره، خپلې موخې ته د رسېدو لارښوونه کوي.

شپږمه شمېره: تاسو د دې وړتیا لرئ چې خپل ذهن له هغو پېښو څخه چې ستاسو په شاوخوا کې پېښېږي لرې او روغ وساتئ.

کله کله خپله ارامتیا له لاسه ورکوئ خو ډېر ژر له خپلو احساساتو سره په سوچونو کې ډوبېږئ،له همدې امله تاسو کولای شئ هر هغه څه چې تاسو ته پېښېږي تحلیل کړئ او مخ پر وړاندې لاړ شئ.

روغ ذهن د دې معنا نه لري چې تاسو به نه رنځېږئ، بلکې په دې معنا ده چې تاسو به اضطراب او ډار نه لرئ، تاسو په دې پوهېږئ چې دا احساسات تېرېدونکې دي او ستاسو ذات ته بدلون نه شي ورکولای.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ