Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

په ذهن کې د ورځې پېښې تکرارول کوم تاوانونه لري؟ دلته یې ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

یو ارواپوه تاکید کوي: د ورځي بدي پېښي په یاد راوړل زموږ ذهني سکون له منځه وړي. نوموړي ارواپوه پر دې باندي په تاکید سره چي باید هغه پېښي چي زموږ د میل او علاقې سره سمي نه وي او تغیرولای ئې هم نه سو – پر خپل حال پرېږدو، وویل: یو له هغو مواردو څخه چي زموږ سکون مختلوي هغه زموږ فکر او ذهن دئ او په واقعیت کي موږ باید وکولای سو چي د خپل ذهن په کنټرولولو سره د سکون پر لور ګام واخلو.

نوموړي ارواپوه پسي زیاته کړه: په حقیقت کي، کله چي کومه ناخوښه پېښه موږ ته راپېښېږي او موږ په خپل ذهن کي څو واري هغه تکراروو، په هر وار تکرار سره ئې یوار بیا ځانونه له همغه نارضایت څخه ځوروو او خپل سکون بایلو چي همدا کار سبب کېږي چي له یوې کوچنۍ پېښي څخه مو ببو جوړه کړې وي.

نوموړي په ادامه کي پسي وویل: همدارنګه سکون ته په رسېدو کي لازمه ده د خپلو وړتیاوو په مورد چي لرو ئې واقع بین اوسو او له ځانو څخه چي کومي هیلي لرو او د هغوی له پاره چي کوم پروګرامونه جوړوو هم منطقي وي.

نوموړي تشرېح ورکړه: له خپلو وړتیاوو او کمزورو ټکیو څخه چي لرو ئې منطقي شناخت او پېژندنه سبب کېږي چي له ځانو څخه نامعقولي غوښتني ونه لرو او د سکون حاصلولو له پاره زمینه مساعده کړو.

نوموړي ارواپوه همدارنګه د سکون حاصلولو په باب تاکید وکړ: بهتره ده چي خپل ذوق او علاقه له قید او شرط پرته تر نورو قرباني کړو. یعني له هیڅ یوه کس څخه توقع ونه لرو چي باید زموږ له میل او علاقې سره دي چار چلند وکړي او څوندي چي موږ مینه ورکوو، باید هغوندي موږ ته جبران کړي، دا ځکه چي موږ یوازي د خپل رفتار مسئول یوو.

نوموړي په پای کي یادونه وکړه: په واقعیت کي موږ کولای سو چي د خپلو افکارو په رغولو سره خپلو ناسمو او غلطو باورونو ته یوه نوې جامه ور واغوندو. داسي تصور چي کولای سو د خپلي شاوخوا ټول کسان تغیر کړو یو غلط تصور دئ، ځکه چي موږ یوازي کولای سو چي پر نورو باندي اغېز ښندونکي اوسو. نو بهتره به وي چي یوازي د خپلو افکارو او د رفتار ډول په اړه تجدید نظر وکړو، دا ځکه چي دغه کار سبب کېږي چي زموږ پر شاوخوا کسان هم ځانونه زموږ له نوي رفتاره سره جوړ کړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي