افغانستان رسنۍ

د مینې منګل مور: د لور قاتلان يې دوه کاله وړاندې څارنوالۍ د پيسو په مقابل کې خوشې کړل

لیکنه: یونس تسکین
اعلان

لیکواله او ژورنالیسته مینه منګل نن سهار د کابل ښار اړوند اتمه حوزه کې ناپيژندو وسله والو په ډزو ووژله. نوموړې د شمشاد او اریانا تلویزون سربیره د هیواد په بېلابېلو رسنیو کې دنده ترسره کړې وه او اوس د ولسي جرګې د کلتوري کمیسون سلاکاره وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د مینې منگل د قتل موضوع تر ډیره روښانه ده او عاملین به يې ژر ونیول شي.

هغه زیاتوي:

“د مینې منګل قاتلین به نیول کېږي، پولیس به ددې جنایت د عاملینو په نیولو کې هیڅ ډول سکتگي ونکړي. په اړه يې جدي اقدامات ترسره شوي، موضوع تر ډیره بریده روښانه شوې، عاملین به یی ژر ونیول شي.”

په ټولنیزو رسنیو کې د مینې منګل مور ته منسوبه یوه ویډو لاس په لاس کیږي، چې پکې د مینې منګل مور په کریغو ژاړي او وايي، زما د لور پوښتنه وکړئ. هغه د ځینو خلکو نومونه هم اخلي، چې په وینا لور يې ورته وژلې ده.

نوموړې وايي، لور يې دوه کاله وړاندې وتښول شوه؛ هغه وخت يې څارنوالۍ ته عرضه وکړه او تښتونکي يې ونیول شول؛ خو څارنوال د متهم کسانو څخه پیسې واخیستې او لګیدلي تورونه يې غلط ثابت کړل.

نوموړې وايي:
“دوه کاله مخکې يې زما لور اختطاف کړه. دریالس پيچکارې ورته وکړې. پینځلسو نفرو ووهله. … بیا يې پیسې څارنوالۍ ته ورکړې، او د مینې اداعا يې ناکامه کړله.”

هغې د پروین نوابي او عارف په نوم د دوه څارنوالانو نومونه هم یاد کړل، چې په وینا يې د مینې له اختطافچیانو يې پیسې خوړلي.

نوموړې په کړیکو له حکومته د مینې قاتلینو ته د سزا غوښتنه کوله.

د مینې مور وايي، لور یوه لیکواله او شاعره وه. هغه وايي، په پرله پسې ډول يې لور ته اخطارونه ورکول کیدل. وايي، چې هغه يې په بې رحمې وژلې او ډیره يې ویشتلې ده.

د مینې مور حکومت ته زارې وکړې، چې د مینې تویه شوې وینه وګټي. هغه یې د قاتلینو په اړه ثبوتونو لرلو خبره کوي. نوموړې ټینګار کوي، چې دولت دې مینې قاتلین ونیسي، او اعدام دې کړي. هغه اندیښنه ښيي، که بندیان شي، بیا ځان په پیسو خلاصوي.

په دې وروستیو کې په کابل، جلال اباد او د هیواد په یو شمیر نورو مهمو ښارونو کې هدفي وژنو زور اخیستی. دا هر څه د پولیسو د بې شمیره چیک پوستونو تر سترګو لاندې تیريږي، خو اکثره قاتلین په تيښته بریالي کیږي.

هدفي وژنو او ترور ښاریان ویرولي او سهار له کوره د خپل کار په طرف له ډار سره یوځای وځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین