خواړه روغه سټه

هر سهار یو ګیلاس شیدې څښل، مو له ذهني فشاره ژغوري

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

شیدې د زیاتو ویټامینونو درلودونکې مکمله غذا ده، چې د انسان روغتیا ته بې شمېره ګټې لري.

د شیدو په اړه تر سره شوې څیړنې په ډاګه کړې، چې هر سهار یو ګیلاس شیدې څښأ مو له ذهني فشاره خوندي ساتي.

په شیدو کې د ویټامین A او ویټامین Dتر څنګ کلسیم او پروتین هم شتون لري.

څیړونکي وایي؛ له ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې د ورځې پیل له یو گیلاس شېدو سره وشي.

روغتیا پالان هغه کسان د شیدو څښلو سپارښتنه کوي کوم چې بې انرژي، غوسه ناک او عقلي اعصابي ناروغۍ لري.

دغه راز شیدې د زیاته اندازه کلسیمو د درلودلو له امله د انسان هډوکي پیاوړي کوي.

څيړنې موندلې چې شیدې ذهنې فشار د کموالي سربیره، زیات څښل یې کولی شي انسان له یو شمېر نورو عصبي ناروغیو څخه مو هم ژغوري.

د دې تر څنګ شیدې د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغیزناک درمل بللي او زیاتوي؛ دا مایع د انسان د بدن د ودې او د نمو سبب ګرځي، د ميکروبو په مقابل کې مقاومت کوي او د ناروغيو مخه نیسي.

ډاکټران وايي د اسهال ناروغۍ، د زخم په زر روغوالي او غاښونو درد په مخنیوي کې شیدې اغیزه لري.

د ډاکترانو په وینا؛ شیدې د حافظې د قوت، د وينې د لوړ فشار د ښکته کولو، د چاغښت په مخنیوي او د انسان د ځوان ساتلو او قوي پاتي کیدلو کې اغیزمن رول لري.

همداراز شیدې د خوب په منظم کولو، د عضلاتو د قوت، د سږو د ناروغۍ د مخنیوي او د سرطان د وژونکې ناروغۍ په قابو کولو کې مرسته کولی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي