اپریل 21, 2021

شیدو کې شته لاکتیک اسید مخ ته ښکلا ورکوي

دا د هر انسان طبیعي غوښتنه ده، چې غواړي د مخ پوستکی یې ښکلی او صاف اوسي. د همدې موخې لپاره مونږ ټولو د بېلابېلو بازاري کریمونو څخه ګټه اخیستې.

طبیعي توکي د انسان مخ او پوستکي ته طبیعي او دوامداره ښکلا وربښي. خو د دې ښکلا په ارزښت دېر لږ خلک پوه دي، ځکه داسې ډېر لږ خلک دي، چې د مخ ښکلا لپاره طبیعي ماسکونه استعمال کوي.

بازاري کریمونه او د سینګار توکي د کیمیاوي موادو څخه جوړ دي. چې د مخ اصلي او طبیعي ښکلا هم له منځه وړي. د طبیعي توکو څخه ګټې اخیستنې کې ښه والی دا دی، چې که هېڅ ګټه ونه رسوي، نو زیان هم نه رسوي.

نن غواړم تاسو ته یو داسې ماسک در وښیم، چې په استعمال به یې هېڅ کله پېښمانه نه شئ، او د مخ پوستکی به مو ورسره نرم، صاف او ښکلی شي.

د شیدو ماسک او د کارولو طریقه یې:

په شيدو کې شته ويټامین B12، پروټین او کلسیم د پوستکي د خرابېدو، او وچېدو مخه نیسي.

او تر ډېره په هغو کريمو کې چې د مخ د نرموالي لپاره کارول کيږي، لاکتیک اسید شته چې دغه ماده په زیاته کچه په شیدو کې شتون لري.

په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي.

د شیدو ماسک ډېر ساده او اسانه ده، او هغه داسې چې تازه شیدې په یوه ظرف کې واچوئ، وروسته په شیدو کې لوند شوي مالوچ د مخ په هره برخه، ډېر په نرمۍ سره ووهئ.

کله مو دا ماساژ بشپړ شو، نو د ۱۰ دقیقو لپاره ورته په تمه شئ، تر څو ښه جذب شي.

وروسته په تړمو اوبو خپل مخ پریمنځئ.

همدارنګه که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شيدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شي، له وخته مخکې د زړښت او د مخ د پوستکي له ګونځې کېدو مخنیوی کوي.

شیدې په خپل جوړښت کې ډېر منرالونه لري، چې ترټولو ډېر یې کلسیم او فاسفورس دي. د همدې ځانګړتیا له مخې شیدې د بدن نورو برخو ته هم ډېره ګټه رسوي. ډاکټران وایي، که په ورځني ډول یو ګيلاس شیدې وڅښل شي، د غاښونو، نوکانو او وېښتانو په روغتیا کې ډېره ګټه لري.

 

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ