مارچ 4, 2021

د نامتو سوک‌وهونکي مایک تایسون لوبه وځنډول شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

دا چې د سوک‌وهنې نړیوال اتل مایک تایسون بیرته لوبو ته د راتلو اعلان کړی، د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه یې تر راستنېدو وروسته لومړۍ لوبه ترسره کوله، خو وځنډول شوه.
په خپل وزن کې د پخواني نړیوال اتل لوبه، چې د بل قوي لوبغاړي روی جونز سره یې لرله ټول چمتوالی ورته نیول شوی وو، خو یوې امریکایې نشریې خبر ورکړ، چې دا لوبه د نومبر ۲۸مې نېټې ته وځنډول شوه.

یادي نشریې یې د ځنډېدو علت ندی روښانه کړی.
د نړۍ دا مخکښ سوک‌وهونکي په ۲۰۰۵م کال کې له سیالیو سره مخه ښه وکړه، خو اوس یو ځلې بیا لوبو ته بیرته راستون شوی.
تایسون ویلي لوبو ته یې د بېرته راګرځېدو موخه دا ده چې د لوبو په پيسو له غریبو او نشه یانو سره مرسته وکړي.
۵۴ کلن مایک تایسون یو له هغه نړیوالو لوبغاړو څخه دی چې په لوبو کې د ډېرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله یې نړیوال نوم درلود.

تایسون د خپل ژوند په لوبیز پړاو کې ۵۸ نړیوالې لوبې ترسره کړې وې، چې له ډلې یې ۵۰ ګټلې، ۶ بایللې او دوې یې بیا بې پایلې پایته رسېدلي.
د یادلو لوبو له ډلې ۴۴ لوبغاړي هغه ناک اوټ کړي دي، چې دا د یوه لوبغاړي لپاره ډېره لویه خبره ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي