افغانستان بریا او پرمختګ رسنۍ مخکښان

مایکروسافټ کمپنۍ پښتو او دري ژبي خپل ژباړونکي ته اضافه کړې

خبریال: فضل الله فضلي

د نړۍ تر ټولو مشهوري او لویي د کمپیوټر سافټویر جوړوني کمپنۍ یا مایکروسافټ اعلان کړه، چي خپل ټرانسلېټور یا ژباړونکي ته یې د افغانستان دوې لومړۍ او رسمي ژبي پښتو او دري اضافه کړي دي.

په یاد ژباړونکي کي اوس هر څوک کولای سي، چي پښتو او دري د ۷۰ نورو ژبو سره وژباړي.

دا کمپنۍ وايي چي اوس مهال پښتو او دري په مایکروسافټ ژباړونکي کي شتون لري او ترڅنګ به یې دواړي ژبي ددې ژباړونکي په اپلیکېشن، آفیس پروګرام او د مایکروسافټ په بینګ ژباړونکي کي هم اضافه سي.

Patch now! Microsoft issues unexpected Office fix – Naked Security

پښتو او دري اوس مهال په بینګ ژباړونکي Bing Translator کي کار کوي، خو لاهم بشپړه سوي نه دي.

مایکروسافټ لیکي:

پښتو او دري دواړي د افغانستان رسمي ژبي دي. دا دواړي ژبي د هندو اروپايي د ژبو کورنۍ څخه دي او ترڅنګ یې په هندو، یوناني او انګلیسي ژبو پوري هم اړه لري. دواړي ژبي د عربي الفاظو څخه ډکي دي او ټول تلفظ یې د همدې عربي ژبي په څېر دئ.

دوی د دواړو ژبو په معلوماتو کي زیاتوي چي د دواړو ژبو لیکني، الفباء او د لیکني سیسټم یې هم په عربي پوري تړوا لري.

مایکرو سافټ د دري ژبي په اړه لیکي، چي دا ژبه په افغانستان کي تر ۱۲ مېلیونو پوري ویونکي لري او د ایرانۍ ژبي فاړسي سره ګډه ژبه ده.

همداراز د پښتو په اړه یې لیکلي، چي دا ژبه په دې هیواد کي تر ۵۵ مېلیونو پوري ویونکي لري او د پاکستان لخوا په مقبوظه خاوره پښتونستان پوري هم اړه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ