ممبی انډينز د پنځم ځل لپاره د ای پي ايل جام پورته کړ!

خبريال: مدثر دعوت
ممبی تېره شپه ډهلي ته ماته ورکړه او د ۲۰۲۰ز ای پي ايل ليګ سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د لوبې پچه ډهلي وګټله ، د توپوهنې پريکړه يې وکړه او په پوره ۲۰ اوورونو کې يې ۱۵۶ منډې وکړې.
د ډهلي لپاره شرياس اير ۶۵ او ريشب پنت ۵۶ منډې وکړې.
د ممبی توپ اچوونکو خورا بريدګره توپ اچوونه ترسره او د لوبې په پيل کې يې د ډهلي د توپ اچوونکو مرال کمزوری کړ او لوبه یې پخپل واک کې واخيستله.

د ممبی لپاره بولټ ۳، کولټر نايل ۲ او جايانت جاداو يوه ويکټه واخيسته.
د ممبی توپوهونکو وکولای سوه چې د ۱۵۷ منډو هدف په ۱۹م اوور کې پوره کړي.
لوبډلمشر روهيت شرما ۶۸، ايشان کيشن ۳۳، ډيکوک ۲۰ او سريا کمار یاداو ۱۹ منډې وکړې.
د ډهلي لپاره نارتجي دوې، همدارنګه ربادا او سټونيس يوه يوه ويکټه واخيسته.
ممبی انډينز لوبه په ۵ ويکټو وګټله.

دا لومړی ځل وو چې ډهلي لوبډله د ای پي ايل ليګ پايلوبې ته لار پيدا کوي خو ممبی انډينز د پنځم ځل لپاره اتلولي خپله کړه.
ممبی په ۲۰۱۳، ۲۰۱۵، ۲۰۱۷، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ز کې د ای پي ايل ليګ جامونه ګټلي چې تر اوسه بلې لوبډلې په دومره لوړ شمېر اتلولۍ ندې خپلي کړي.

د ۲۰۲۰ز ای پي ايل ليګ د تر ټولو غوره لوبغاړې جائزه د راجستان رويالز لوبډلې تېز توپ اچوونکې جوفرا ارچر ته ورکړل سوه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب