سپورټ نړیوال کرکټ

د مجيب الرحمن په نه شتون کي پنجاب ماته وخوړه

لیکنه: مدثر دعوت
اعلان

ليکنه: مدثر دعوت

د IPL په ۲۴مه لوبه کي پريتي زينتا د سچن ټنډولکر ميلمنه وه.

ممبی اينډينز لوبډلي لپاره د روهيت شرما پرځای کيرن پولار لوبډلمشري کوله.

که څه هم پنجاب لوبډله ميلمنه وه خو ويې سول کولای چی د کوربه لوبډلي د توپ اچوونکو په وړاندي ښه لوبه ترسره کړي.

د ممبی اينډينز نوي لوبډلمشر کيرن پولارد په خپلي غوري توپوهني سره هم د پنجاب د توپ اچوونکو هيڅ احترام ونه کړ او هم يې خپله لوبډلمشري ثابته کړله.

د پنجاب لوبډلي دواړو پيلوونکو توپوهونکو غوره ملګرتيا وکړله او ممبی انډينز ته يې د يو قوي هدف د ايښودلو زمينه برابره کړله.

په نړيواله سطحه د شپږيزو د باچا بيډ غږ د پنجاب پرمينوالو خوږ لګيدی او د ممبي پرمينوالو غميدی.

کريس ګيل د پنجاب لوبډلي لپاره په ۳۶ توپونو ۶۴ مندي ترسره کړلې ۳ څلوريزي او ۷ شپږيزي يې په لوبه کي شاملي وې.

ډيويډ ميلر د لوکيش راهول سره ملګرتيا ته راووتی خو يوازي يې يوه څلوريزه ووهله ۷ منډي يې وکړلې او د هارديک پانډيا له لوري وسوځيدی.

کرن ناير ۵ منډي وکړلې ولاړی،سم کرن ۸ منډي وکړلې ولاړی خو راهول ته يوازي منديپ سينګ ورپاته سو.

لوکيش راهول وکولای سوله چي د لوبي تر وروستيو ودريږي او په ۲۰۱۹ ز کال هندوستان پريمر ليګ کي د څلورم لوبغاړي په حيث سليزه ووهي.

د راهول په ۱۰۰ ناسوځيدلو منډو سره پنجاب لوبډلي وکولای سوله چي ممبی ته په خپل کور کي د ۱۹۷ منډو غټ هدف ورکړي.

د ممبی انډينز هيڅ داسي توپ اچوونکی پاته نسو چي حد اقل يوه شپږيزه دي پرې رانسي خو يوازي ۳ توپ اچوونکي وتوانيدل چي وکيټي ترلاسه کړي.

بيهرنډرف په ۴ اوورونو کي ۳۵ منډي ورکړلې او يوازي يې يوه ویکټه ترلاسه کړه.

جسپريټ بومرا چي هرکله د ممبی لپاره اقتصادي او اغيزناک ثابت سوی دا ځل يې په ۴ اوورونو کي ۳۸ منډي ورکړلې او يوه ویکټه يې ترلاسه کړله.
چاهار په ۴ اوورونو کي ۲۷ منډي ورکړلې، کرونال پانډيا په ۲ اوورنو کي ۱۷ منډي ورکړلې همدارنګه جوزپ چي په تيره لوبه کي يې ۶ ویکټي ترلاسه کړي وې د پنجاب په وړاندي يې په ۲ اوورونو کي ۲۲ منډي ورکړلې خو هيڅ ویکټ يې ترلاسه نکړله.

د لومړۍ پاړۍ په منځنيو اوورونو کي هارديک پانډيا ښه اوورونه ترسره کړله د ډيويډ ميلر او کرن ناير وکيټي يې هم ترلاسه کړلې خو په ۱۹م اوور کي راهول ورباندي ۲۵ منډي وکړلې،او ټولټال ۵۷ منډي يې ورکړلې.

په دويمه پاړۍ کي د ممبی توپ وهونکو د پنجاب د ۱۹۸ منډو هدف په مقابل کي بريد ګره توپوهنه پيل کړله.

د پنجاپ په توپ اچوونه کي د مجيب الرحمن خاليګا له ورایه ښکاريدله او د لوبډلمشر په څيره کي د پښيمانۍ خولې مالوميدلې.

د روهيت شرما پرځای د قوينټن ډيکوک سره سيديش لاډ راوتلی وو، د لوبي پيل يې تيز وکړ خو په څلورم اوور کي سيديش لاډ د محمدشمي له لوري بولډ اوټ سو او د پيلوونکو لوبغاړو ملګرتيا يې ماته کړله.

د ممبی لوبغاړو په لسم اوور کي ۶۵ منډي کړي وې او ۳ لوبغاړي يې دلاسه ورکړي وه، که څه هم په ۱۲ اووره کي ممبی ۹۴ منډي درلودې خوڅلورم لوبغاړی يې هم دلاسه ورکړی وو.

ډيکوک په ۲۴ منډو سيديش لاډ په ۲۵ منډو او سريا کمار ياداو په ۲۲ منډو ویکټي دلاسه ورکړلې.

د لوبي مسؤليت کيرن پولارد او هارديک پانډيا په غاړه واخيستی او هڅه يې کوله ترڅو هر توپ ښه ولوبوي او غټ شاټونه ترسره کړي ځکه په هر اوور کي تر ۱۲ ډيرو منډو ته اړتيا وه.

پولارد او پانډيا غوره ملګرتيا وکړله خو د ۱۶م اوور په لومړي توپ محمدشمي د هارديک پانډيا ویکټه واخيستله او په څلورم توپ يې د کرونال پانډيا وکيټه واخيستله، فولارد يوازي سو نو ځکه د ممبی توپوهونکي بيرته ارام سوله، دا وخت ممبی په ۲۶ توپونو ۵۸ منډو ته اړتيا درلودله.

ايشان کيشن په ۷ منډو هارديک پانډيا په ۱۹منډو او کرونال پانډيا په ۱ منډه ویکټي دلاسه ورکړلې.

خو پولارد په يوازي سر بريدونو ته دوام ورکړ بې له محمدشمې د پنجاب ټول توپ اچوونکي يې وټکول،۸۳ منډيې وکړلې، ۱۰ شپږيزي يې ووهلې او هغه وخت يې ویکټه له لاسه ورکړله کله چي ممبی په ۴ توپونو ۴ منډو ته اړتيا درلودله.

لوبه ډيره په زړه پوري سوه او ډير حساس وخت ته ووتله ډير امکان وو چي سوپر اوور به ترسره سي، خو جوزپ وسول کولای چي په وروستي توپ ۲ منډي ترسره کړي او ممبی انډينز بريا ته ورسوي.

د پنجاب توپ اچوونکي راجپوټ په ۴ اوورونو کي ۵۴ منډي ورکړلې او يوازي يې يوه وکيټه ترلاسه کړله.

ويلجيون په ۴ اوورونو کي ۳۴ منډي ورکړلې،اشوين په ۴ اوورونو کي ۳۷ منډي ورکړلې يوه ویکټه يې ترلاسه کړله، سم کرن په ۴ اوورونو کي ۵۴ منډي ورکړلې او يوازي يې يوه ویکټه ترلاسه کړله.

د پنجاب لپاره يوازي محمدشمې غوره توپ اچوونه ترسره کړله، نوموړي په ۴ اوورونو کي يوازي ۲۱ منډي ورکړلې او ۳ ویکټي يې ترلاسه کړلې.

د ممبی انډينز لوبډلي لوبډلمشر کيرن پولارد د لوبي غوره لوبغاړی سو او لوکيش راهول سټايلیش لوبغاړی سو.

ممبی انډينز په روان ليګ کي دريمه بريا ترلاسه کړله ، ځان يې د جدول دريم مقام ته ورسوی او پنجاب يې څلورم مقام ته وغورځوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.