ټولنیز ژوند خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

پنځه هغه مېوې چې خوړل یې معجزه کوي

ژباړه: عایشه حیدري

که چېرې د مېوو نړۍ وڅارو هره مېوه ځانګړې ځانګړنې لري، خو يوه ځانګړنه چې د مېوو ترمنځ مشترکه ده هغه ځانګړنه دا ده چې د ټولو مېوو خوړل په طبیعي ډول د بدن د سړېدو لامل ګرځي او د ویټامینونو او کاربوهايډرېټو ښې سرچینې دي. د مېوو دغه ګډه ځانګړنه د بدن په وده او پياوړتيا کې ډېره مرسته کوي.

دا چې مېوې د نړۍ تر ټولو خوندور خواړه دي، بې څه نه ده، ځکه د هرې مېوې د خوند تر شا د خدای (ج) یو حکمت نغښتی دی او هره مېوه په جلا ډول بېلابېلې ګټې لري. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته پنځه هغه مېوې در وپېژنو چې په ټوله نړۍ کې موندل کېږي، خوړل یې په بدن کې معجزه کوي او روغتیا ته ډېره ګټه لري.
د دغو ګټورو مېوو د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره زموږ لیکنه تر پایه ولولئ.

مالټه

مالټه د نړۍ تر ټولو ګټوره مېوه ده او په ټوله نړۍ کې یې خلک خوښوي. د دې ترڅنګ مالټه یوه لرغونې مېوه ده او تر میلاد ۵۰۰ کاله وړاندې (کنفوسيوس) ترې یادونه کړې ده. مالتې په نړۍ کې ډېر او بېلابېل ډولونه لري، اوس مهال یوازې په امریکا کې ۲۰۰ ډوله مالټې کښت کېږي، او د نړۍ نیمې مالټې امریکا تولیدوي.

د مالټو د ژنتیکي روزنې په پایله کې ترخې، وړې او د هستې څخه ډکې مالټې ترلاسه کېږي. مالټه ځکه خوندوره مېوه ده، چې مېوې د کښت پر مهال ښه او ډېر کیمیاوي کوډ څخه ګټه اخیستل شوې او په پایله کې غټې مالټې حاصل ورکوي او خوږ خوند لري.

مالټه اسید لرونکي مېوه ده او د بدن هر ډول مېکروب له منځه وړي. همدارنګه د کلسیم غوره سرچینه ده او یوې مالټې د کلسیم کچه له شیدو څخه هم ډېر کلسیم لري. يو ګیلاس شيدې ۲۹۱ میلي ګرامه کلسيم لري چې ۹۳ میلي ګرامه یعني ۲۱ سلنه یې بدن جذبوي په داسې حال کې چې یو ګیلاس د مالټې اوبه ۳۵۰ میلي ګرامه کلسيم لري او ۱۳۰ میلي ګرامه یعنې ۳۷ سلنه یې بدن جذبوي. د دې ترڅنګ مالټه C ویټامین غوره سرچینه ده او کولای شي د انسان د وجود ۵۰ سلنه C ویټامین اړتیا پوره کړي.

مڼه

یو پخوانی متل دی چې وایي، یوه مڼه وخورئ، هېڅکله به ډاکټر ته اړتیا و نه مومئ. مڼه د پکټین (Pectin) یوه ښه سرچینه ده او پکټین (Pectin) کولای شي د وینې کلسټرول یا LDL ښکته راولي. که د ورځې په لړ کې دوې مڼې وخوړل شي د وینې کلسټرول به ۱۶ سلنه ښکته راولي.

مڼه په لوړه کچه فیبر لري له همدې کبله، د مڼې خوړل د شکر لرونکو ناروغانو د وینې د بهیر په تنظیمولو کې مرسته کوي، د دې ترڅنګ د مڼې خوړل د وینې د قند له ناڅاپۍ ډېروالي هم مخنیوی کوي. په مڼې که شتهC ویټامین د مڼې ډول ته تړاو لري، ځینې مڼې په پریمانه کچه C ویټامین لري.

د مڼې خوړل د بدن ۲۰ تر ۳۰ ګرامه فیبر پوره کوي دا په‌ داسې حال کې ده چې د نورو لوړ فیبر لرونکو خوړو خوړل کولای شي انسان د زړه په ناروغۍ اخته کړي.

مڼه داسې مېوه ده چې هم ویټامینونه او هم معدني مواد لري، او یوه منځنۍ مڼه له پوستکي سره ۸۰ کالوري انرژي لري، نو تل هڅه وکړئ چې مڼه له پوستکي سره وخورئ، خو هېڅکله د مڼې خستکې مه خورئ، ځکه چې د مڼې خستکې په لږه کچه سیانیډ لري، سیانیډ هغه مواد دي چې د ونې له لارې مڼې ته دننه کېږي او د مڼې د خرابېدو مخنیوی کوي، که چېرې انسانان او حیوانات دغه دانه وخوري د دغو موجوداتو بدن دغه مواد له منځه وړي. هېر مو نه شي چې هېڅکله خوسا شوې مڼه ونه خورئ.

کېله

کېله د ګرمۍ مېوه ده او تر زیاتې کچې په تودو سیمو او هېوادونو کې موندل کېږي او وړاندې تر دې چې پخې شي راټولېږي او تر څو چې یې منزل یا هغو سیمو ته چې لېږل کېږي پخېږي. د کېلې د ساتنې لپاره او د دې لپاره چې کېلې خوسا نه شي د اټلین ګاز څخه ګټه اخیستل کېږي.

کېله یوازینۍ مېوه ده چې د ځینو انسانانو د چاغ والي لامل ګرځي، ځکه چې په پریمانه نشایسته لري. هڅه و کړئ چې په ورځ کې یوه کېله و خورئ ځکه چې کېله په پوره کچه مغذي مواد لري. کېله د بدن ۸ ډوله اړین امينواسیډونه لري، او د پوټاشیم، فیبر او C ویټامین غوره سرچینه ده او د زړه روغتیا او د عضلو پیاوړتیا ته ډېره ګټه لري. پخې کېلې د کولمو حرکات تنظیموي او د عامه ذهنیت په خلاف وچوالی او قبضیت منځ ته نه راوړي، خو کېدای شي يواځې هغه کسان د وچ والي سره مخ شي چې خامه کېله خوري.

ګیلاس

نه یواځې د ګیلاس خوند بلکې د ګیلاس ښکلې ظاهري بڼې له امله یې هم د خلکو د پام وړ مېوه ده. د نړۍ تر ټولو زړه راښکونکې منظره هغه مهال ده، کله چې د ګیلاس غوټۍ غوړېږي.

د ګیلاس په اړه څېړنو ښودلې چې په ګیلاس کې شته رنګ لرونکې دانې د عروقي ناروغیو او ستونزو په هوارولو کې ډېره مرسته کوي. ځکه دغه رنګدانې د انتوسیانین (Anthocyanins) څخه ډکه ماده ده، د څېړنو پایله دا هم وايي چې په ګیلاس کې موجود انتوسیانین لس برابره د مېکروب ضد ځانګړنې لري، خو دغه انتوسیانین د اسپرین په څېر معدې ته زیان نه رسوي.

ګیلاس د مېکروب له منځه وړلو ځانګړنه لري، او دا چې ګیلاس په لږه کچه نشایسته، لږ غوړ او ډېر فیبر لري نو ځکه د شکر ناروغانو ته يې د خوړلو توصیه کیږي. ګېلاس په لوړه کچه C ويټامين لري او په ګیلاس کې موجود قند بدن ته زیان نه رسوي نو شکر لرونکي ناروغان کولای شي په ټاکل شوې کچې ګیلاس و خوري. همدارنګه ګیلاس د انسان عصابو ته ډېره ګټه لري په ګیلاس کې د غوړو کچه ډېره ټېټه ده او همدارنګه د نورو بوټو او مېوو په څېر کلسټرول او سوديم نه لري.

راسبېري

راسبېري (Raspberry) توت، شاه توت او ځمکنیو توتو (Strawberry) ته ورته مېوه ده او زېړ، سره او تور ته ورته رنګونو موندل کېږي. راسبېري تروه خوند لري او د خام، پاخه او جوس په بڼو خوړله کېږي کېږي. د راسبېري بوټی په تودو او مرطوبو سیمو په ځنګلونو او دښتو کې په طبیعي ډول زرغونېږي او ځیني وختونه دغه بوټی کرل کېږي. سپین او ګلابي رنګونو ګلان کوي او ګلان یې د زمري یا اسد میاشتې کې راوځي، او د تلې تر میاشتې پورې دوام کوي.

د راسبېري د بوټي له میوې، پاڼې، تخم، دانې او ګلونو څخه ګټه اخیستل کېږي. د C او Kویټامین غوره سرچینه ده او د وینې د فشار کنټرولولو ته ډېره ګټه لري.

غه کسان چې روماتېزم لري بویه راسبېري و خوري ځکه چې راسبېري د روماتېزم ناروغۍ طبیعي درملنه کوي. د درد له منځه وړلو لپاره ډېره ګټه لري، ځکه چې اسید د سالسیلیک یوه ښه سرچینه ده. همدارنګه د شکر ناروغانو ته راسبېري دېره ګټه لري او د بدن هر ډول مېکروب له منځه وړي، یو ګیلاس راسبېري نږدې لس ګرامه فیبر لري.
که هره ورځ ۳ یا ۴ ګیلاسه د راسبېري جوشول شوې اوبه وروسته له اصلي خوړو څخه و څښئ، د ادرار له بندښت څخه مخنیوی کوي، او د مثانې دردونه له منځه وړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ