سپورټ فوټبال وزش او تمرین

لیونل میسي له بارسلونا لوبډلې، نه جلاکیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د نړۍ نامتو فوټبالر لیونل میسي په رسمي ډول اعلان وکړ، چې سږ کال هم د اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا سره لوبیږي او د یادې لوبډلې څخه نه جلا کیږي.

میسي د ګول سایټ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې د بارسلونا لوبډلې څخه په ريښتنې توګه جلاکېدم، خو د دې کلب مسوولینو مې غوښتنه ونه منله.

میسي زیاته کړه:

«زه د بارسلونا لوبډلې څخه په رښتیا جلاکېدم، خو د دې کلب مسوولینو اجازه نه راکوله، زه ځکه د بارسلونا لوبډلې څخه جلاکېدم، چې دې وروستیو کې پکې هیڅ خوشحاله نه وم. ما د بارسلونا مسوولینو ته د تېر پړاو په منځ کې وویل، چې له لوبډلې جلاکېږم، خو بیا هم دوی بیلابیلي بهانې راته وکړې. کله چې مې خپلې کورنۍ ته وویل زه بارسلونا لوبډله پرېږدم، نو ټول په ژړا شول.»

په چمپېنزلیګ کې بایرن مونیخ ته تر سختي ماتې وروسته د بارسلونا لوبډلې بریدګر لوبغاړي میسي پرېکړه وکړه، چې بارسلونا لوبډله پرېږدي او په یوه لیک کې یې د بارسلونا لوبډلې څخه د جلاکېدو غوښتنه وکړه.

د ميسي بولۍ ته د وړاندې کولو اوسنۍ بيه ۷۰۰ مليونه يورو ده، چې هيڅ لوبډله نشي کولی دغه لوړه بيه وزغمي، خو راتلونکې کال به يې يو شمېر لوبډلې په وړيا توګه رانېولو ته بې تابه وي.

۳۳ کلن لیونل میسي یوازینی فوټبالر دی، چې ۶ ځلې یې د سرو زرو توپ او ۶ ځلې یې بیا د سرو زرو بوټ ترلاسه کړی.

د سرو زرو توپ د کال تر ټولو غوره فوټبالر ته او د سرو زرو بوټ بیا د کال تر ټولو ډېر ګولوهونکي ته ورکول کیږي، چې میسې  ځلې د ټولې نړۍ غوره لوبغاړی او  ۶ ځلې بیا د ټولۍ نړۍ په سطحه ډېر ګولوهونکی لوبغاړی پېژندل شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ