د آرجنټاین او بارسلونا کلب تکړه نوموتی لوبغاړی لیونل میسي یو بل نړیوال ریکارډ ته هم نژدې سوی، که لوبي پیل سي، نو ډېر ژر به یاد ریکارډ ته ځان ورسوي.
میسي تر دې دمه د بارسلونا لوبډلي لپاره ۶۹۷ ګولوهني ترسره کړي او د دې ترڅنګ یې بیا نورو لوبغاړو ته د ۲۸۹ د ګول پاسونه ورکړي.
د دې دواړو مجموعه ۹۸۶ کیږي، چي که چیري میسي ۱۴ ګولوهني د پاسونو په شمول ترسره کړي، نو لومړنی لوبغاړی به سي، چي خپلي ګولوهني او پاسونه ۱۰۰۰ ته رسوي.
د فوټبال بیرته راتګ به میسي ته دا زمینه برابره کړي، چي هغه دې برخه کي خپل ریکارډ ۱۰۰۰ ته ورسوي.
دا ریکارډ تراوسه د فوټبال په نړۍ کي هیڅ لوبغاړی له ځان سره نلري.
میسي د دې ترڅنګ ګڼ نور نړیوال ریکارډونه هم لري.
هغه ۶ د سرو زرو توپونه او شپږ بیا د سرو زرو بوټونه ترلاسه کړي، چي دا جایزې هم هیڅ یوه لوبغاړي تر دې دمه ندي ترلاسه کړي.
د پاکستان سوپرلیګ د کورونا له امله وځنډول شو
لیکنه: محمدصابر حمیدي د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو لوبې وروسته له هغه وځنډول شوې، چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کورونا ویروس اخته شوي وه. د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼو ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي